IQNA

د ملګرې ملتونو په روهینګیا کې وژنو ته دوام باندې خبردارې

15:58 - October 22, 2017
د خبر لمبر: 3480746
نړیواله دله: د ملګرې ملتونو سازمان بشري حقوق برخې مشر زید رعد حسین، د میانمار د ځواکونو له اړخه د روهنیګیا په راخین ولایت کې د مسلمانانو وژنې ته دوام خبر ورکړي دي.
د ملګرې ملتونو په روهینګیا کې وژنو ته دوام باندې خبردارې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له ایندیپندنت نه په نقل، زید رعد حسین وویل چې د هغه څېړونکې ټیم د راخین په ولایت کې د بي هدفه ډزي کولو، نیولو او پانسی کولو، ویستلو باندې مجبورول، تجاوز کول او دارنګه نور جنسي تشدد او شکنجه په اړه ډېر داسې راپورونه ترلاسه کړي.

هغه تاکید وکړو: لکه څنګه چې مونږ خبرې ورسره کوو، خو بیا هم دا جنایات همغه رنګ ادامه لري.

هغه یو ځلې بیا خپل خبره تکرار کړه او وې ویل: د میانمار حالات د قومي تصفیې یوه څرګنده نمونه ده.

د ملګرې ملتونو ډاکټرانو هم د روهینګیا مسلمانانو خلاف د جنسي تشدد او شکنجه خبر ورکړي دي.

د روهینګیا مسلمانانو همدارنګه د بنګلادېش په لور تېښتې ته ادامه ورکړي او تراوسه ۵۸۰ زره له دغه هیواد نه بي کوره شوي.

د میانمار حکومت ادعا لرې چې د باغیانو مسلمانانو لخوا په ځواکونو باندې د برید په نتیجه کې یی په دغه مسلمانانو پوځي برید پیل کړي خو ولی ځنې شواهدو نه څرګنده ده چې د دغه هیواد پوځ د مسلمانانو نسل وژنه تعقیب کوي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3654824


captcha