IQNA

د میانمار د ځواکونو په محاصره کې د راخین ۵ کلې

14:16 - October 29, 2017
د خبر لمبر: 3480757
نړیواله ډله: د راخین ولایت هغه په سلګونو کلې چې د روهینګیا مسلمانان په کې مېشت وو، یواځې پنځه کلې پاتې دې چې دغه کلې هم د میانمار د ځواکونو په محاصره کې دي.
د میانمار د ځواکونو په محاصره کې د راخین ۵ کلې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د راخین ولایت هغه په سلګونو کلې چې د روهینګیا مسلمانان په کې مېشت وو، یواځې پنځه کلې پاتې دې چې دغه کلې هم د میانمار د ځواکونو په محاصره کې دي.

د راخین په ولایت کې د مسلمانانو مېشت کلې د افراطی بودائیانو، ځواکونو او د پوځ له حملو نه پس په دي اخیرنۍ دوه میاشتو کې له دغې سیمې بنګلادېش ته تښتېدلي دي.

د دې پنځه کلو اوسېدونکې مسلمانانو چې تراوسه یی خپل کورونه نه دې پرېښودلي، له څو ورځو نه په محاصره کې دې او هغوي اجازت نه لري چې له کلې وځي او هم له دې سببه په دغه سیمه کې د خوراک او څښاک او د دارو کموالي ستونزې سره مخامخ دي.

د میانمار حکومت دغه سیمې ته همدارنګه د بهر نه راغلي انساني مرستې ور رسولو ته هم اجازت نه ورکوي.

د میانمار د ځواکونو بریدونو چې له ۲۵ اګست نه شورو دي د مسلمانانو په لسګونه کلي خالی شوي او تراوسه په دي اقداماتو کې همدارنګه کلي سوځېدلې او د روهینګیا مسلمانانو د مختلفو ډلو نه منظم وژنې له وجهې کلی په کلی خالی شوي.

د روهینګیا څارونکو تراوسه د راخین ولایت د راسیدونګ او منګدو ښارونو نه د ۶۰۰ زره مسلمانانو تېښتې خبر ورکړي چې دا د راخین نه د مسلمانانو د تېښتې او د هغوي بنګلادېش کې او نورو هیوادونو کې مېشت کېدل دي.

http://iqna.ir/fa/news/3656581


captcha