IQNA

د مسلمانانو ټولنې ودې پر خلاف د هندو ځوانانو د لارښود دسیسې

11:02 - October 31, 2017
د خبر لمبر: 3480760
نړیواله ډله: د هندو ځوانانو سازمان لارښود ناګذرا سینګ تومار ادعا کړي چې که د مسلمانانو ټولنه همدارنګه وده وکړه نو هند به په کال ۲۰۲۷ کې یو اسلامی هیواد وي.
د مسلمانانو ټولنې ودې پر خلاف د هندو ځوانانو د لارښود دسیسې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Indian Express خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، تومار د مسلمانانو د ټولنې ودې په اړه ادعا کړي چې دا د مسلمانانو یوه توطئه ده.

هغه زیاته کړه: مسلمانان غواړې د هندوستان کنټرول ترلاسه کړي.

تومار پرون دا مطلب بیانولو سره ادعا وکړه: مسلمانان بچې راوړې خو نه دې لپاره چې زړه یی ماشومان غواړي بلکې د دې لپاره چې د ټول هیواد ترلاسه کړي.

هندو افراطی ډلې مسلمانانو سره ښه اړیکې نه لرې او د هندو ځوانانو لارښود له اړخه د دا رنګه اظهاراتو څرګندول امکان لري دینی شخړو ته هوا ورکړي.

د شمېرې له مخې، د هند په یو ملیارد او ۲۰۰ ملیون ولس کې مسلمانان تقریباْ ۱۸۰ ملیون کسان د هند په ټولنه شتون لري او هند د پاکستان او اندونیزیا نه پس په نړۍ کې تر ټولو نه زیات مسلمانان لرونکې هیواد دي.

http://iqna.ir/fa/news/3658238


captcha