IQNA

کربلای معلی؛ په میلیونونو حسینی لیوالو ملځای

14:20 - November 11, 2017
د خبر لمبر: 3480763
نړیواله ډله: د حسینی اربعین په رارسیدا سره په کربلای معلی کښې میلیونی ټول په ډیرې زړه پورې صحنې پتځوی او د پتنګانو په شان د حضرت امام حسین(ع) او حضرت ابوالفضل العباس د سپیڅلیو حرمونو ګیرچاپیر چورلی او دغه دوه حرمونه یې د ملغرلې په شان په غیږه کښې نیولی.
کربلای معلی؛ په میلیونونو حسینی لیوالو ملځای
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)، نن د نړۍ له کابو اتیا هیوادونو حسینی عاشقان په کربلا کښې راغونډ شوی څو نړیوالو ته وښئ حسینی غورځنګ لاهم په بشریت کښې څپې وهی او هیڅکله به دغه ډګر خالی پرېنږدی.د لبیک یا حسین شعارونو په پورته کولو سره ګواکې دا د زړه غږ اوچتوی چې ای حسین که په عاشورا ورځ درسره نه وو خو نن ستا د هل من ناصر ینصرنی غږ ته د لبیک وییلو لپاره هماغه ځای ته راغلی یوو.

اوس په کربلای معلی کښې د ګوتې لګیدو ځای نشته او حسینی عاشقانو په پلی تګ سره اوږدې لارې کچ کړی کربلا ته یې ځانونه رسولی  او پکښې له ښځو سړیو نیولی ماشومانو او بوډاګانو پورې ټول په یوه زړه او یوه خوله په ډګر کښې حاضر شوی خو د ځوانانو شتون زیات ترسترګو کیږی.په هره لاره په تیره بیا له نجف اشرف تر کربلا پورې په هرځای  کښې د اربعینی زیارتوالو لپاره د میلمستیا او هرکلی لپاره ځایونه جوړ شوی دی.

د حسینی څلویښتی په دستورو کښې د برخه اخیستلو لپاره کربلای معلی ته له هر لوری د میلیونونو لیوالو پلی ورتګ د دې لپاره دی چې دا اعلان وکړی که په عاشورا ورځ مونږ نه وو خو د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام هماغه لاره دوام لری چې د ظلم او استکبار پر ضد پاڅون دی او تر ظلم لاندې ژوند شرم او ننګ دی لکه څنګه یې فرماییلی:زه د ذلت تر ژونده نیکمرغه مرګ غوره ګڼم؛اوس هم تر شلو میلیونو زیات خلک د همدغې لارې د تعقیبولو په مخه حاضر شوی او دا شعار کابو څوارلس پیړۍ وروسته هم په کربلای معلی کښې انګازې کوی؛هیهات منا الذله.

اوس د پیړیو پیړیو په تیریدا پسې د دغې نورانی لارې مشال تر پخوا لازیات ځلانده دی،نن په اربعین ورځ د کربلا په شمول د ایران د اسلامی جمهوریت په شمول په نورو ډیرو هیوادونو کښې هم د حسینی لارې پر دوام په ټینګار سره د ویر ماتم او عزاداری غونډې او لاریونونه تر شوی او د امام حسین (ع) او ورسره د وفادارو یارانو د شهادت او د اهل بیت(ع) د بندی کاروان د مصیبت او مظلومیت په باره کښې د ویرنو په ویلو سره ویر او ژړا کوی.

captcha