IQNA

د تائیوان په ځنګلي تفریحي سیمه کې د لمونځ ځای جوړول

23:49 - November 12, 2017
د خبر لمبر: 3480770
نړیواله ډله: د تائیوان هیواد د چیایی (Chiayi) ښار په آلیشان (Alishan) تفریحي ځنګلي ځای کې مسلمانانو لپاره دوه د لمونځ ځایونو جوړولو پرانیستا وکړه.
د تائیوان په ځنګلي تفریحي سیمه کې د لمونځ ځای جوړول

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د focustaiwan خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دې تفریحي سیمې مدیریت په یوه بیانیه کې اعلان کړي چې د جمعه په ورځ یو لمونځ ځای د سيل مرکز او بل د دغه سیمې د ترانسپورت اصلی ځای کې جوړېدو پرانیستا وشوه.

د دغه دفتر د بیانیه له مخې، دا دوه لومړۍ لمونځ ځایونه د اسلام دین منونکو لپاره په دغه سیمه کې او د تائیوان تر ټولو اوچت لمونځ ځای چې د قرآن کریم نسخې، جاینماز او اودس ځای هم لري او د قبلې به لور جوړ شوي.

د سیل آلیشان ځنګلي سیمه، ۱۴۰۰ مټر له سمندر نه اوچته واقع ده.

تقریباْ ۱۷۰ زره مسلمانان په تائیوان کې ژوند کوي چې ۶۰ زره کسان له دغه د تائیوان ښاریز دي.

د تائیوان زیات مسلمانان د هویی قبیله نه دي چې د ۱۹۴۰ پیرۍ په اخیره کې له چین نه یی دغه سیمې ته هجرت کړي وو.

http://iqna.ir/fa/news/3661797


captcha