IQNA

معظم رهبر چارواکی زلزله ځپونکو ته د مرستې رسولو لپاره راوبلل

11:43 - November 13, 2017
د خبر لمبر: 3480772
سياسي - ټولنيز ډله: د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ایران په لویدیځ کښې د زلزلې له راتلو او د یو شمېر خلقو له مرګ ژوبلې وروسته یو پېغام جاری کړ.
معظم رهبر چارواکی زلزله ځپونکو ته د مرستې رسولو لپاره راوبللقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)بېګا د ایران په لویدیځو برخواو د عراق په مختلفو ښارونو کښې د زمکې لاندې د اوۀ اشاریه درې درجې لوئې زلزلې له کبله تر اوسه له دوه نیمو سوو نه زیات کسان وژل شوی او له دوه نیمو زرو نه زیات ژوبل شوی دی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت  آیت ا... العظمی خامنه ای په یو پېغام کښې وفرمایل: « په ډېر افسوس او خفګان سره مې د هېواد په لویدیځ کښې د زلزلې خبر ترلاسه کړ چې په نتیجه کښې یې ګڼ شمېر وطنوال مړۀ او ژوبل شول  او ګڼ شمېر تاوانونه یې رامنځته کړل.»

دوی وویل: « د چارواکو دنده دا ده چې په همدغو وړومبنیو ساعتونو کښې په خپل ټول همت او توان سره د ځپل شویو کسانو په تېره بیا د ملبو لاندې د پاتې شویو کسانو مرستې ته ورودانګی او له موجودو ټولو امکاناتو او وسائلو څخه په استفادې سره د سرتاوانونو د زیاتېدو مخه ونیسی.»

د اسلامی انقلاب معظم رهبر دا خبره څرګنده کړه چې فوځ، د اسلامی انقلاب د پاسدارانو لښکر او بسیجی ځواکونه دې په منظمه توګه او چټکتیا سره د ملبو په اوچتولو او د زخمیانو په منتقلولو کښې مرسته وکړی او حکومتی ادارې که هغه فوځی وی او که غېر فوځی وی په خپل ټول توان سره دې د ځپل شویو کسانو او د هغوی د کورنیو د مرستې لپاره ډګر ته راشی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای وفرمایل: زۀ بنده د زړۀ له تله د دې ترخې او له مصیبته ډکې پېښې په مناسبت د ایران ملت په تېره بیا د کرمانشاه صوبې او په خاصه توګه مصیبت ځپلو کورنیو ته تسلیت عرض کوم او په ډېرې زارۍ سره له خداے پاکه دعا غواړم چې دغه رنځ او مصیبت دې د خپل رحمت او فضل د جلبېدو ذریعه وګرځوی او زمونږ د ملت په صبر، ټینګ اودرېدنې او مقاومت کښې دې اضافه وکړی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: له هغو ټولو کسانو چې یو ډول د مصیبت په کمولو او د تاوانونو په تلافی کولو کښې موثره وی غواړم چې د ځپل شویو کسانو مرستې او ملګرتیا ته دې ورودانګی

parstoday
captcha