قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت دارالقرآن اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د عراق په هیواد کې د اربعین امام حسین علیه السلام په ۱۹ آبان وو او د خلکو یو عظیم شمېر د امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام په حرم، بین الحرمین او د زیارت په اطراف کې موجود سړکونو باندې شتون لرلو، د امام حسین علیه السلام او د هغوي د با وفا یارانو د شهادت څلوېښتۍ لمانځلو لپاره ګډون کړي وو.
هم په دې اړه، د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت دارالقرآن د عربستان د احساء او قطیف شیعیانو سره منسوب د صاحب الزمان عج الله تعالی فرجه الشریف موکب(خېمه) همکاري سره د قرآن کریم قرائت نړیواله کلیزه محفل هم پیل کړو چې په دغه محفل کې عراقی، ایرانی او د عربستان شیعه مېشته سیمو قاریانو ګډون وکړو او د قرآن کریم تلاوت یی وړاندې کړو.
د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت د دارالقرآن اطلاع رسوونکې مرکز مشر صفاء سیلاوی په دې اړه وویل: دا قرآنی محفل څلورم کال د عربستان د احساء او قطیف شیعیانو سره منسوب د صاحب الزمان عج الله تعالی فرجه الشریف موکب(خېمه) همکارۍ سره پیل شو.
http://iqna.ir/fa/news/3661913