IQNA

په دبی کې د ښځو قرآنی مقابلو دویمې دورې پرانیستا

19:26 - November 14, 2017
د خبر لمبر: 3480779
نړیواله ډله: د دبی په ښار کې د کلتوري او علمونو انجمن په سالون کې د ښځو ځانګړي فاطمه بنت مبارک قران کریم نړیواله مقابلو د دویمې دورې پرانیستا مراسم پیل شو.
په دبی کې د ښځو قرآنی مقابلو دویمې دورې پرانیستا

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د alkhaleej.ae ویبپاڼې نه په نقل، د آبان میاشتې په ۲۱ د دبی حاکم محمد بن راشد آل مکتوم، د دبی جایزه قرآنی مقابلو پيل کوونکې کمېټه مشر ابراهیم محمد بوملحه او د نورو چارواکو او قرآن کریم مینه والو په شتون کې د دغه مقابلو د دویمې دورې پيل شو.

د قرآن کریم نړیواله مقابلو فاطمه بنت مبارک د ښځو ځانګړې دویمه دوره د ټول قرآن کریم حفظ په برخه کې او د قرآن کریم حافظ ۷۵ ښځو شتون سره پيل کېږي او ګډون کوونکو کولي شي چې خپل اجرا د حفص، ورش او قالون په روایتونو کې وړاندې کړي.

د دې مقابلو د پرانیستا مراسم د رملة حسن له اړخه د قرآن کریم آیتونو تلاوت سره شورو شو او بیا د داورانو کمېټې مشر عبدالله بن محمد الجار الله تقریر وکړو.

د دې مقابلو په لومړۍ ورځ، له نایجېریا نه «زینب علی جیدان کاناوا»، «بیبی هاجر»له پاکستان، «نورا محمد احمد» له آمریکا، «آلاءعظمت جمیل» له مالدیو، «نادیه سعید احمد» له نروژ او «خدیجه اسحاق عبدالرحیم» له چاد نه سره خپلو کې مقابلې پیل کړي.

د ایران له خراسان رضوی نه ۱۰ کلنه زهرا سادات حسینی چې د ټول قرآن کریم حافظه ده د جمهوری اسلامی ایران له اړخه دغه مقابلو کې ګډون کوي.

د ایران له اړخه تېر کال حنانه خلقی په دې مقابلو کې ګډون کړي وو چې د فاطمه بنت مبارک قرآنی نړیواله مقابلو عنوان سره پيل شوي وې.

http://iqna.ir/fa/news/3662664


captcha