IQNA

د اسلامی امت او عربی نړۍ لپاره اصلی خطره ایران!

20:11 - November 14, 2017
د خبر لمبر: 3480781
سیاسي ډله: د عبد العزیز بن ال سعود ځواکونو په هغه ظلم سره چی دپینځه څلویښت زره اهل سنتو مسلمانانو وینه یې وبهوله د عربو قبایلو په تاریخ کې سارې نلری .
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، له ایرانه ویرولو په اړه د عربی او لویدیځو رسندویوله لوری تبلیغاتو ته په پام سره د همدغو لویدیځو او عربی رسندویو له قوله یو راپور برابر کړی تر څو دغو تبلیغاتو ته یو لنډ ځواب وویل شی  او نړیوال پخپله فیصله وکړی چی د تاریخ په اوږدو کې د ویرې اچونې جرړې له کومه ځایه سرچینه اخیستی او هماغه راز دوام لری .
۱:د حجاز په ټاټوبی کې لومړنې قتل عام په ۱۷۴۵ میلادی کال کې د تکفیری او  وهابی ترهه ګره مکتب فکربنسټ ګر محمد بن عبدالوهاب په وسیله ترسره شو چی په نتیجه کې یې ۱۷ زره اهل سنت عربان ووژل شول ، په دغه وژله کې نه ایران لاس درلوده او نه هم شیعیانو .
۲:په ۱۹۰۳ کال کی د اهل سنتو د مطیر قبیلې ۱۶۰ بیګناه کسان عبد العزیز بن ال سعود قتل عام کړی وو .
۳:د ۱۹۰۴ کال په پیل کې عبدالعزیز بن ال سعود د اهل سنتو د شمر قبیلې ۸۰۰ بیګناه کسان وژلی وو .
۴: عبد العزیز بن ال سعود د ۱۹۰۴ کال په پاې کې  دهمدغې سنی قبیلې ۲۵۰۰ ملکیان قتل عام کړی وو .
۵: عبدالعزیز په ۱۹۱۴ کال کې د لومړی نړیوال جنګ په وخت د یهودی دسیسې په اساس د انګلستان او فرانسې له استعمار پالو سره ساز باز وکړ . د اسلامی خلافت پر ختمولو سربیره یې د حنفی اهل سنتو د وینو ډنډونه وبهول . د همدغې یهودی دسیسې په بشپړیدا کې په ۱۹۱۷ کال کې د ال سعودو د جنایتونو له امله دوه لکه سنی مسلمانان ووژل شول . د یادولو ده چی په دغه قتل کې د هیڅ ایرانی او شیعه لاس نه وو .
۶: عبد العزیز بن ال سعود په ۱۹۱۸ کال کې د حجاز د ټاټوبی د نیولو لپاره  څه د پاسه زر  اهل سنت ووژل .
۷: د ال سعودو پوځ په ۱۹۲۰ کال کې د کویت د بیلا بیلو قبیلو او بدوانو په شمول کابو درې زره عرب مسلمانان ووژل .
۸: له ۱۹۲۰ تر ۱۹۳۰ پورې د عسیر سیمې د نیولو لپاره ۳۵۰۰ اهل سنت مسلمانان ووژل شول .
۹: د بیلا بیلو شمیرنو په اساس د عبد العزیز بن ال سعود ځواکونو په هغه ظلم سره چی دپینځه څلویښت زره اهل سنتو مسلمانانو وینه یې وبهوله د عربو قبایلو په تاریخ کې سارې نلری .
۱۰ : ال سعودو رژیم له ۱۹۳۰ تر ۱۹۴۱ کلونو ترمینځ له برتانوی او فرانسوی استعمار پالو سره یوځای د هغه غورځنګ د ځپلو لپاره چی د اسلامی خلافت د احیا کولو لپاره یې پاڅون کړی وو ، اته زره عراقی مسلمانان  قتل عام کړل .
۱۱ : ال سعودو د تیلو له شتمنۍ په استفادې سره د علمین په  نوم جنګ کې چی په ۱۹۴۰ کال کې د انګلستان او فرانسوی استعمار پالو په ملګرتیا سره ترسره شول ، د مصر څه د پاسه دولس زره عرب مسلمانان ووژل شول . ځکه چی په همدې خاطر جرمنی له ایټالیا غوښتی وو چی په عربستان کې موجود د تیلو هغه کوهی بمبار کړی چی انګلستان ته یې وړیا تیل ورکول . دلته هم د ایران یا شیعیانو لخوا هیڅ لاس وهنه نه وه .
۱۲:په ۱۹۴۸ کال کې دعبد العزیز بن ال سعود په وسیله د لاسلیک شوی تړون په اساس فلسطین یهودی کډوالو ته ډالۍ شو . د همدغه تړون په اساس  له ۱۹۴۸ کال راهیسې  تر ۲۰۱۷ کاله پورې  د صیهونیسټاڼو په لاس  څه د پاسه دوه میلیون فلسطینی مسلمانان وژل شوی دی ، په داسې حال کی چی په درستې نړۍ کې  څه د پاسه ۱۲ میلیونه فلسطینی مسلمانان کډوال شوی دی چی په دغه قضیه کې هم  هیڅ ایرانی او شیعه لاس نه درلوده .
۱۳ : په ۱۹۵۶ کال کې په مصر د انګلستان ، فرانسې او اسراییلو په ګډې حملې کی  هم ال سعودو لاس درلوده . همداراز په فلسطین کې د خان یونس پیښه وشوه چی پکې ۵۰۰ اهل سنت مسلمانان د صیهونیسټاڼو په لاس په بې رحمۍ سره ذبح شول . جمال عبد الناصر هم په دغه قضیه کې د ال سعودو په خیانت اعتراف درلود . دلته هم ایران او شیعیانو کوم لاس نه درلوده .
۱۴:ال سعودو د انګلستان او عربو هیوادونو په ملګرتیا د عراق د ولسمشر عبد الکریم قاسم پرضد انقلاب وکړ چی په نتیجه کې د عبد الکریم قاسم په اعدام سربیره  څه د پاسه دیرش زره اهل سنت عراقی مسلمانان  ووژل شول . په دغه پیښه کې هم  ایران او شیعیانو هیڅ رول نه درلوده .
۱۵:په ۱۹۶۷ میلادی کال کې د عربانو اواسراییلو په جنګ کې د مصر ، اردن ، سوریې ، عراق  او لبنان په شمول  عربی هیوادونو په دې دلیل ماته وخوړه چی عربستان د جنګ په وخت کې شاتګ وکړ  او ۲۵ زره عرب مسلمانان مړه او ۵۰ زره هم ژوبل  شول چی عربستان په خپل خیانت سره د دغې ماتې سبب شو . دلته هم هیڅ ایرانی او شیعه مسلمان لاس نه درلوده .
۱۶:مصر اوسوریې د عربستان د هغه وخت د باچا ملک فیصل په مشرۍ په ۱۹۷۳ کال کې د عربو هیوادونو په ملاتړ سره په اسراییلو حمله وکړه او اسراییلو ماته وخوړه خو د جنګ د پاې په درشل کې د امریکا او اسرایلو په دسیسې سره د ال سعودو ځینو کسانو امریکا او اروپا ته د تیلو د صادرولو د بندیز په جرم ملک فیصل قتل کړ . دلته هم هیڅ ایرانی او شیعه رول نه درلوده .
۱۷ : په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته  په تهران کې د اسراییلو سفارت د فلسطین په سفارت بدل شو او داسراییلو د بیرغ په ځای د فلسطین بیرغ ولګول شو . البته دلته عربستان ادعا کوله چی ایران د عربو هیوادونو په چارو کې لاس وهنه کوی .
۱۸ : عراق د امریکا ، اسرایلو ، اروپا عربستان او د فارس خلیج د حوزې نورو هیوادونو په مالی او پوځی ملاتړ سره  په ایران چی تازه پکې اسلامی انقلاب بریالې شوی وو ، حمله وکړه اوایران پرضد دغه نابرابر او تپلی جنګ اته کاله دوام وکړچی پکی څه د پاسه یو میلیون عرب مسلمانان ووژل شول چی صدام حسین په کویت له حملې وروسته اعتراف کړی وو چی عربستان هغه د امریکا او اسرایلو په اشاره په کویت حملې ته لمسولی وو  او په ایران د حملې اصلی علت له فلسطین د تهران ملاتړ وو .
۱۹ : د ایران او عراق د جنګ په ختمیدا او همداراز له افغانستانه د شوروی د سره پوځ په وتلو سره عربستان د امریکا او انګلستان  او همداراز د پاکستان د استخباراتی ادارو په ملګرتیا سره  د القاعدې ترهه ګره ډله جوړه کړه ، دغه ترهه ګره ډله اول د افغانانو او بیا د نړۍ د درستو مسلمانانو لپاره د دیرو زیاتو بدبختیو سبب شوه او د القاعدې په جوړیدا کې هم هیڅ شیعه او ایران هم ګډون نه درلود .
۲۰ :عربستان او د فارس خلیج د حوزې نورو هیوادونو په ۱۹۹۰ کال له صدام سره د تړون خلاف ورزۍ وکړه ، صدام هم په کویت حمله وکړه چی پکې څه د پاسه یو زر کویتی مسلمانان ووژل شول او په دغه حمله کې هم هیڅ شیعه او ایران لاس نه درلوده .
۲۱: په ۱۹۹۰ کال کې د کویت د ازادولو لپاره د امریکا په مشرۍ د عربی هیوادونو په مالی او پوځی مرستې د دښتې توپان په نوم عملیات وکړل  او په ۱۹۹۱ کال کی د دغې حملې دوهم پړاو دوام وکړ چی پکی دوه لکه عرب اهل سنت مسلمانان ووژل شول ، په دغو عملیاتو کې هم  ایران او شیعیانو رول نه درلوده .
۲۲ :عربستان په ۱۹۹۲ کال کی د قطر په سرحدی ځواکونو  حمله وکړه او پکې ۵۰ سنی مسلمانان ووژل شول .
۲۳ : د عراق پرضد له بیا بیا لس کلنو  بایکاټونو وروسته امریکا بالاخره په ۲۰۰۳ کال کی د عربستان په لمسون په عراق حمله وکړه  او تر دو کلونو پورې د امریکا تر سلطې لاندې  په عراقی مسلمانانو ډیر زیات ظلمونه وشول او پکې څه د پاسه یو میلیون عراقیان ووژل شول  چی دلته له  صدام  ور وسته په طبیعی ډول  شیعیان او کردان چی د صدام په وخت کې تل ځپل کیدل  او له خپل حقه محرومه وو ، خپل حق ته ورسیدل .
۲۴ : له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۷ پوری  تکفیری او ترهه ګرو ډلو  د عراق د مظلومو خلکو پرضد ډیر زیات ظلمونو وکړل  چی پکی د ګډانو په شان د انسانانو حلالول ، په جوماتونو او عمومی ځایونود  انتحاری حملو په شان ترهه ګر اقدامات چی زیاتره قربانیان یې مسلمانان حتی مظلوم لږکیان هم وو ، د دغو ترهه ګرو ډلو له لوری ترسره شوی دی ، په ټول کې په دغو جنایتونو کې هم ایران هیڅ رول نه درلوده  بلکې دا درستې هغه وهابی تکفیری ډلې وې چی د امریکا په شنې اشارې د عربستان لخوا ورسره ملاتړ کیږی .
۲۵:په ۲۰۰۶ میلادی کال کې اسرایلود امریکا او عربستان په ملاتړونو د لبنان په حزب ا... په دې دلیل حمله وکړه چی ایران ورڅخه ملاتړ کوی .
۲۶ : په ۲۰۰۸ کال کی اسرایلو د عربستان په چوپتیا بلکې شنې اشارې په غزې حمله وکړه ځکه چی ایران له حماس ملاتړ کوی .
۲۷ : په ۲۰۱۱ کال کی د عربستان ځواکونه  په بحرین کی د خلکو د سوله ایز غورځنګ د ځپلو لپاره دغه هیواد ته ورغلل او اوس هم بی دفاع خلکو پرضد خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی .
۲۸ : په ۲۰۱۱ کال کی د عربستان امنیتی عسکرو په قطیف سیمې حمله وکړه چی تراوسه یې د تلفاتو شمیر ندې منعکس شوی .
۲۹ : په ۲۰۱۲ کال کې اسرایلو  په غزې یو ځل بیا له حماس د ایران د ملاتړ په خاطر حمله وکړه .
۳۰ :  له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۷ کلونو ترمینځ  د القاعدې ، جبهه النصره او داعش تکفیری ډلو په عراق ، سوریې ،  لیبیا ، مصر ، یمن او اوس په افغانستان کی د امریکا په بشپړه ملاتړ او ازادۍ د ترهه ګرۍ او وحشت نوې ډول نندارې ته وړاندې کړ  او په ډیر بوږنونکی ډول یې شیعه او سنی مسلمانان ، عیسایان او نور لږکیان ووژل . باید یادونه وکړو دغه درست ضد انسانی او ضد اسلامی اقدامات شیعیانو یا ایرانیانو ندی ترسره کړی بلکې وهابی سلفی ډلو ترسره کړی دی .
۳۱ : په۲۰۱۵کال کی عربستان له خپلو متحدانو سره یو ځای د یمن په بی وزله هیواده پراخ یرغل وکړ چی پکی څه د پاسه ۱۵ زره یمنی مسلمانان وژل شوی او زیاتره یې ښځې او ماشومان دی .
۳۲ : په ۲۰۱۷ کال کی عربستان ، قطر کلابنده کړ .
دغه درست معلومات د لویدیځو او عربی هیوادونو د رسندویو په تحقیقاتی راپورونو کې موجود دی .
parsstoday.com

captcha