IQNA

د میانمار د لکونو مسلمانانو بې ځایه کیدل اندیښمنونکي دي

10:39 - November 15, 2017
د خبر لمبر: 3480784
سیاسي ډله: د ملګرو ملتو سرمنشي له میانمار څخه د لکونو مسلمانانو کډه کیدل اندیښمنونکي او غمیزه ناک وبلل.
د میانمار د لکونو مسلمانانو بې ځایه کیدل اندیښمنونکي دي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایران راډیو نه په نقل، انټونیو ګوتریش د فلپاین په پلازمینه منیلا کښې د آسیان په سرمشریزه کښې څرګنده کړه: دا کړکیچ به د سیمې د بې ثباتۍ لامل شي.
د ملګرو ملتو سرمنشي تیره جمعه هم ویلي وو چې په میانمار کښې روانې پيښې یوه ستره انساني غمیزه ده.
په میانمار کښې د روان کال د آګست د میاشتې له ۲۵ نیټې څخه د راخین ولایت د مسلمانانو خلاف د دغه هیواد د پوځ او ورسره د تندلارو بودائیانو د تیریو او ځپونکو حملو په نوې څپه کښې له شپږو زرو زیات کسان مړه شوي او اته زره زخمي شوي او همداشان لکونو روهنګیا مسلمانان بنګله دیش او ځینو نورو ګاونډي هیوادونو ته تښتیدلي دي.
له دې مخکښې هم راخین ولایت له ۲۰۱۲ کال څخه د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ او تندلارو بودائیانو د بریدونو او تیریو کتونکی دی. په میانمار کښې د روهینګیا قام څه باندې یو میلیون مسلمانان د ښاریزتوب له حقه بې برخې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول ځیني هیوادونه او نړیوال سازمانونه د میانمار د حکومت د خنډاچونو په وجه یوازې توانیدلي په بنګله دیش کښې روهینګیا کډوالو ته انساندوستانه مرستې ورولیږي.
parsstoday.com

captcha