IQNA

د ضرورت په هرځاې کښې له کفر او استکبار سره د مقابلې په مرستې باندې د انقلاب لارښود ټینګار

21:01 - November 24, 2017
د خبر لمبر: 3480814
اسلامي نړۍ نن سبا د کفر او استکبار په وړاندې دریدی شي او په ایران کښې اسلامي نظام چې د اسلامي شریعت د بشپړې عملي کیدو په لټه دی، د اسلام پر دښمنانو به د بریالیتوب وسیله وي.
د ضرورت په هرځاې کښې له کفر او استکبار سره د مقابلې په مرستې باندې د انقلاب لارښود ټینګار
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پریس ټو ډی ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون سهار په تهران کښې د (اهل بیتو مینه وال او د تکفیریانو مسئله) نومې غونډه کښې د ګډونوالو میلمنو په کتنه کښې په سیمه کښې د اسلام د دښمنانو د دسیسو دوام او د تفرقې خطر ته په اشارې سره څرګنده کړه: که څه هم داعش په عراق او سوریه کښې پاې ته رسیدلی خو د دښمنانو له چلولونو غفلت نه دی پکار ځکه چې امریکا او صهیونزم او د هغوي انډیوالان به له اسلام سره له دښمنۍ لاس وا نه خلي او ممکنه ده په یو بله سیمه کښې د داعش په شان یوه دسیسه پلان او اجرا کړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: اسلامي نړۍ نن سبا د کفر او استکبار په وړاندې دریدی شي او په ایران کښې اسلامي نظام چې د اسلامي شریعت د بشپړې عملي کیدو په لټه دی، د اسلام پر دښمنانو به د بریالیتوب وسیله وي.
هغوي د اسلامي نظام خلاف د امریکې او صهیونزم لخوا د کابو څلویښتو کالو دسیسې، دباو او بندیزونو ته په اشارې سره زیاته کړه: د دې ټولو دباونو سره سره په ډاګه وایو په هرځاې کښې چې له کفر او استکبار سره د مقابلې لپاره شتون ته ضرورت وي مرسته به وکړي او د دې خبرې په کولو کښې د هیچا خیال نه ساتي.
د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دې وینا په دوو مهمو ټکیو ټینګار درلود چې په کوم خاص وخت او ځاې پورې ځانګړي نه دي. دغه دواړه ټکي یو د اسلام په تاریخ کښې او په سیمه کښې په استعماري بهیرونو کښې جرړه لري چې د اسلامي امت په مینځ کښې د وحدت په اصل پورې اړوندیږي. خو دویم ټکی د هغو خطرونو او ګواښونو د بیاپيژندنې ضرورت دی چې نن سبا اسلامي امت ته پیښ دي.
د تیرې یوې پيړۍ بدلونونو ته په یوې کتنې سره وینو چې دا ګواښونه ورو ورو په اسلامي هیوادونو د نفوذ او درز کولو او بلآخره د اسلامي نړۍ د ټوټې کولو او په جنګ او نفاق کښې د اسلامي امت د ګیرولو په لټه کښې دي. دا نفاق او تفرقه له زهرجن تکفیري او وهابي تفکره سرچینه اخلي چې یوه وروستۍ خواشینونکې نمونه یې په سیمه کښې د سلفي او تکفیري بهیرونو او د داعش د فتنې په توګه رامینځته شوه. د داعش فتنه د مقاومت د بهیر په دریدنې او د حرم د مدافعانو په سرشیندنې او د سوریې او عراق د ولسونو او حکومتونو په هلوځلو سره غلې شوه خو خطر لا په بشپړه توګه له مینځه نه دی تللی او د نویو فتنو د رامینځته کیدو احتمال شته دی. ځکه چې د لیبیا، تیونس، مصر، صومالیا او نایجیریا په شان نورو هیوادونو کښې د داعش او نورو ترهګرو ډلو جرړه نه ده وچه شوې. له دې لامهم د اسلامي امت د زوړ زخم او د فلسطین د مسئلې شتون او د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ دوام دی. اسرائیلو له داعشه ډیره ګټه پورته کړه. کوم خدمت چې دې جنایتکارې ډلې د اسلام په نوم او د عربستان په شان د مرتجع رژیمونو په ملاتړ سره د اسرائیلو وکړ، د دغه جنایتکار رژیم په ټول ژوند کښې یې مخینه نه درلوده.
د کفر، استکبار او صهیونیزم جبهې له څه باندې اویا کالو راهیسې د فلسطین په نیواک سره هغه د سیمې د هیوادونو د امنیت خرابولو لپاره په یو مرکز بدل کړی دی او د دې دسیسې د بشپړولو لپاره داعش جوړ کړی شو. اوس د سیمې له ولسونو د داعش فتنې لرې شوې ده خو په سیمه کښې د فتنې جرړه او د شرارت مرکز یعنې د اسرائیلو سرطاني غده لاپاتې ده. شک نشته چې د مسلمانانو ترمینځ له اختلاف اچولو او جنګ جګړو د دښمنانو اصلي موخه د صهیونیسټي رژیم لپاره د خوندیتوب برابرول دي.
همدې اساسي ټکي ته په پام سره د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي نړۍ د ستونزو او مشکلاتو ډیرو پټو جرړو ته په ژورې کتنې سره ټینګار وکړ: په کومه ورځ چې فلسطین، فلسطینیانو ته ستون شي هغه به د استکبار په ملا حقیقي ګوذار وي او مونږ به د هغې ورځې لپاره کوشش وکړو.
parstoday.com

captcha