IQNA

که د یمن کلابندی دوام وکړی، نو د سعودیانو پوځی مرکزونه به په نښه کړو

22:34 - November 30, 2017
د خبر لمبر: 3480832
نړیواله ډله: عبدالمالک بدرالدین الحوثی دسعودی عربستان په مشرۍ د ائیتلاف دغړو هیوادونو د تیریو د دوام په باب خبرداری ورکړ او وې وئیل یمن دا خپل حق ګڼی چې تیریګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایرناخبری آژانس له المسیره ټیلیویژنی چینل له نه په نقل، دیمن د ا نصار ا.... ولسی مبارز غورځنګ  رهبر  عبدالمالک  بدرالدین الحوثی  د اسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې پّه مناسبت  په جشن کې  پخپلې وینا کې  دیمن د لارو  دبندولوپه علت  سعودی عربستان ته  په خبرداری ورکولو سره اعلان وکړ ،  د دښمن حساسې اومهمې سیمې پیژندل شوی دی  او  که د یمن کلابندی ا ود لارو بندولو دوام وکړ ، نو  دوی به ئې  په جدی توګه په نښه کړی .
الحوثی  دسعودی عربستان په مشرۍ  د ائیتلاف  دغړو هیوادونو د تیریو د دوام په باب   هم خبرداری  ورکړ او وې وئیل  یمن  دا خپل حق ګڼی  چې  تیریګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
د یمن دانصار ا....غورځنګ مشر  همداراز دسیمو د  آزادولو لپاره  د جنوبی اوختیځی ولایتونو  داوسیدونکو یوه زړتوب  او ګام پورته کولو غوښتنه وکړه او  دغه راز ئې  دجنګ جبهو ته دانسانی او مالی  مرستو  په ضرورت  هم ټینګار وکړ .
هغه همداراز  دفلسطین له ملت سره  په بشپړ پیوستونو  څرګندولو سره ټینګار وکړ  دصهونیسټ رژیم  دجنایتونو په وړاندې  دلبنان او فلسطین  دمقاومت ترڅنګ به  ودریږوو .
pasrtoday.com
captcha