IQNA

آیت الله تسخیري تاکید وکړو؛

د قرآن کریم سره تمسک د یووالی لپاره لازم دي

0:16 - December 10, 2017
د خبر لمبر: 3480856
نړیواله ډله: د اسلامی یووالی نړیواله کانفرانس ۳۱ دوره کې آیت الله تسخیري په خپل تقریر کې څرګنده کړه: د اسلام د مختلفو مذهبونو منونکې باید د یووالی په لار کښې د قرآن تمسک سره ډېرو نه ډېري هڅې وکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، په تهران کښې د اسلامی یووالی نړیواله کانفرانس ۳۱ دورې په سالون کښې د اسلامی انقلاب لارښود د اسلامی چارو مرستیال آیت الله تسخیری په خپلو خبرو کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د زوکړي میلاد مبارکې ورکولو سره راغلو ته پخیر راغلې وړاندې کړو او وې ویل: د مسلمان امت یووالی د اسلامی د نوي تمدن د رامنځته کولو علت دی.
هغه زیاته کړه: د اسلام دښمنان لکه امریکه او صهیونیست غواړي د مسلمان امت یووالی له منځته وېسي.
آیت الله تسخیری وویل: اخلاقي ارزښت لرونکې مفاهیم، لکه توحید او تقوا چې قرآن کریم هم ورباندې تاکید کړي، د مسلمان امت د یووالي سبب دي.
هغه تاکید وکړو: اسلامی شریعت د یووالی اساس دی او د اسلام د مختلفو مذهبونو منوونکې باید د یووالی په لار کښې د قرآن تمسک سره ډېرو نه ډېري هڅې وکړي.

captcha