IQNA

په میانمار کښې د خبریالو د ازادی لپاره د ملګری ملتونو سازمان له اړخه درخواست

0:13 - December 18, 2017
د خبر لمبر: 3480890
نړیواله ډله: د ملګری ملتونو سازمان په میانمار کې د بشري حقوقو نه سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړي او له دغه هیواد نه یی د رویترز خبرونو اژانس د دوه خبریالو د ازادی غوښتنه کړي.
په میانمار کښې د خبریالو د ازادی لپاره د ملګری ملتونو سازمان له اړخه درخواستقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، د ملګری ملتونو سازمان مشر آنتونیوګوترش په یو خبری کانفرانس کې چې په ټوکیو کې کښې پيل شو وویل: په میانمار کې زمونږ اصلی اندېښنه په څرګنده د بشري حقوقو نه سرغړونه ده، ځکه چې د میانمار د ځواکونو له اړخه مبارزې تراوسه له ۶۰۰ نه زیات روهینګیایی مسلمانان بنګلادېش ته مهاجرت باندې مجبور کړي.
هغه دې ته اشارې سره چې والون او کیاوسو دوه خبریاله نیولې شوې دی چې د رویترز خبری اژانس خبریال دی او په دغه هیواد کې شورو نښتې یی وړاندې کولې، په میانمار کې د مطبوعاتو د ازادی نه سرغړونه ده.
ګوترش تاکید وکړو: دا خبریال په میانمار کې د انساني ډاروونکي بحران شاهد او راپور ورکوونکې وو چې هم له دې سببه نیولې شوي.
رویترز د انګلیس یوه نړیواله خبری اژانس دي چې د تامسون شرکت یو برخه ده، د رویترز مرکزی دفتر په لندن کې دی او له ټولې نړۍ خبرونه وړاندې کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3673410
captcha