قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ایت الله خامنه ای پرون په دغه پيغام کې جوته کړه د اورلګیدو او ډوبیدو له امله د ایرانۍ تیل وړونکې بیړې د کارکوونکو د وژل کیدو بوږنوونکې پیښه چې په رښتیا هم مصیبتناکه او غمجنوونکې ده، د هغو عزیزانو پاتې کسانو او کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وایم او له خدایه د هغوی د غمجنو زړونو لپاره د سکون دعا کوم.
پيغام زیاتوي چې دغه کسانو د هیواد د خدمت په لاره کې سرونه بایلل او دا لوی ویاړ دی چې د دغه غم درونوالي کمولی او مصیبت لیدلو زړونو ته ارام ورکولی شي.
د جنورۍ په شپږمه د چین هانک ګانګ یوه باري بیړۍ د چین په خیتځو ساحلونو کې له یوې ایرانۍ تیل وړونکې بیړې سره وجنګیده چې له امله یې په ایرانۍ بیړې کې اور ولګیده . د ایران د بیړۍ چلوونکې سازمان پرون د کشتۍ د دیرشو ایرانیو او دوو بنګالۍ عملې مړینه تایید کړه.
نن په درست ایران کې په دې مناسبت عمومي ویر اعلان شوی دی.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i63421