IQNA

دیمن پوځ په عربستان بیا توغندی ویشتلی دی

10:06 - January 17, 2018
د خبر لمبر: 3480980
نړیواله ډله: دیمن پوځ او ولسي کمیټۍ بریالۍ شوي دي د سعودي عربستان په دوو (۲)جنګي الوتکو له ځمکې څخه هوا ته په ویشتونکي توغندي سره حملې وکړي .

دیمن پوځ په عربستان بیا توغندی ویشتلی دیقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دیمن المسیره ټیلی ویژن راپور ورکړ ددغه هیواد پوځ او ولسی کمیټیو بیګا د سعودی عربستان په جنوب لویدیځ کښې په «جازان »هوایی ډګر توغندی ویشتلی خو د احتمالی مرګ ژوبلې او دمالی تاوان په اړه تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په داسې حال کښې د سعودی عربستان په جازان هوایی ډګر توغندی ویشتلی دی چې څو ورځې مخکې د پوځ ویندوی شرف لقمان په نږدې راتلونکی کښې له سعودی تیریګرو سره دجنګ په قواعدو کښې د بدلون خبر ورکړی وو .
په تیرو څو ورځو کښې دیمن پوځ او ولسی کمیټۍ بریالۍ شوی دی د سعودی عربستان په دوو (۲)جنګی الوتکو له ځمکې څخه هوا ته په ویشتونکی توغندی سره حملې وکړی .
د سعودی عربستان د رژیم لخوا د یمن له هر اړخیزه کلابندۍ سره سره د پوځ او ولسی کمیټیو دفاعی قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .
سعودی عربستان د امریکا، متحده عربی اماراتو، اردن او اسرائیلو په مرستې سره تراوسه په یمن کښې په زرګونو خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان په بمباریو او حملو کښې وژلی دی او په میلیونونو خلک یې له لوږې سره هم مخ کړی دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i63577

captcha