IQNA

خام خام یهودي: د صهیونیستو اقدامات د یهودیت تعلیماتو سره به ټکر کېدی

23:58 - January 25, 2018
د خبر لمبر: 3480999
نړیواله ډله: میر هیرش، خاخام یهودی او د صهیونیستو خلاف د یهودیانو تحریک ناتوری کارتا مشر د رژیم اسرائیل اقدامات د حضرت موسی علیه السلام دینی ښودو او تعلیماتو سره په ټکر کې وګڼلو.
خام خام یهودي: د صهیونیستو اقدامات د یهودیت تعلیماتو سره به ټکر کېدیقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د صدی البلد خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، خاخام میرهیرش د الازهر شیخ ته په یو لیک کښې چې په قاهره کښې د «قدس ملګرتیا» نړیواله کانفرانس پيل کولو نه ستاینې سره وویل: مونږ د صهیونیستو مخالف تحریک په توګه د فلسطین حکومت په سایه کښې د ژوندون غوښتونکې یو.
د ناتوری کارتا تحریک مشر په دې لیک کښې لیکلې: مونږ د رژیم صهیونیستی زر تر زره ویجاړتیا لپاره دعا کوو او غواړو چې د فلسطین حکومت د ۱۹۴۸ کال نه اشغال شوې ځمکې باندې بیا حکومتداري وکړي او د فلسطین د حکومت په سایه کښې د قدس مرکز کښې سره ژوند وکړو.
هغه په خپل لیک کښې د الازهر شیخ نه په قاهره کښې د قدس نه حمایت په نړیواله کانفرانس کښې د ناتوری کارتا تحریک یهودیانو شتون لپاره لاره اوارولو باندې د هغه نه ستاینه وکړه.
د قدس ملګرتیا نړیواله کانفرانس د دی میاشتې ۲۷ او ۲۸ نه د مسلمانانو پوهاندو شورا په همکارۍ سره او د ټرامپ اخیرني فیصلې چې قدس د اسرائیل مرکزي ښار په عنوان معرفي کړي نه ورستو هغه ته د ځواب لپاره د الازهر اقداماتو په لار کښې پيل کېږي.
دې خام خام یهودي د قدس ملګرتیا په کانفرانس کښې دې بیان سره چې حقیقي یهودیان په خدا او تورات ایمان لري او رژیم صهیونیستو سره مخالف دی وویل: د یهود ولس اصلې استازي به توګه زه ستاسو ګرانو قدرمنو ته عرض کوم چې یهودیان له کلونو رسې د خلکو ترمنځه احترام سره ژوند کوې او له اسرائیل جوړېدو نه مخکې او د صهیونیستي یهودیانو فلسطین ته را تللو نه وړاندې د عربو له اړخه د یهودیانو خلاف هیڅ پوځي تحریک نه وو جوړ شوي.
کارتا ناتوری د ارتودوکس حریدی یهودیانو د یو اقلیت دی چې د صهیونیستو خلاف دی او په کال ۱۹۳۵ کښې جوړ شوي، دا ډله غواړې چې رژیم اسرائیل نابود شي او عقیده لري چې د تلمود یا د یهودیت د قانون کتاب د تعلیماتو پر اساس د یهودو حکومت جوړول له ماشیاخ یا د نړۍ نجات ورکوونکې نه مخکښې ممنوع او ناروا دي، د ارتودکس څو زره یهودیان چې د دې ډلې غړی دی  او د صهیونیست لپاره زهر دی او صهیونیست دا حقیقي یهودیان ګواښه وې.
http://iqna.ir/fa/news/3684633
captcha