IQNA

غیر مسلمانانو له اړخه پیل شو؛

د ټرامپ په خلاف مظاهرو کښې د لمونځ کوونکو نه چاپیره انساني دایره + انځور

22:33 - January 29, 2018
د خبر لمبر: 3481006
نړیواله ډله: د ټرامپ د کډوالو خلاف بیان په لسګونو اعتراض کوونکو د دې بیان لومړي کلیزه باندې د نیویارک ښار په واشنګټن اسکوئر پارک کښې د لمونځ کوونکو مسلمانانو نه چاپیره انساني دایره جوړولو سره د مسلمانانو نه د خپل حمایت اعلان وکړو.
د ټرامپ په خلاف مظاهرو کښې د لمونځ کوونکو نه چاپیره انساني دایره + انځورقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هافینګدون پوست خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نیویارک دینونو مرکز مشر کلوئی برایر  (Chloe Breyer)، په دې غورځنګ کښې چې د جمعه په ورځ د بهمن میاشتې په ۶ باندې پیل شو وویل: هیله لرم چې لمونځ کوونکو نه چاپیره دا انساني ځنځیر(چې زیات له نیویارک محصلانو نه وو) به د امنیت احساس پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: د مختلفو دینونو منونکو سره همغږې اعلان هم عملی او هم سمبولیک لپاره ډېر اهمیت لري او دا کار دی چې د امریکا خلک یی باید پیل کړي.
د جمعه په ورځ د سمبولیکه حرکت سازمانګر ډلو د نیویارک مهاجرو ایتلاف غړي مراد اواوده وویل: د ټرامپ لومړي هدف مسلمانان وو او د مهاجرانو خلاف د هغه اقدامات همدارنګه ادامه لري.
 
 
captcha