IQNA

د پایی بیانیه خپرولو سره ترسره شو؛

د قاهره قرآنی غونډه: د افراط ګرۍ سره مقابلې لازمتیا

11:37 - February 03, 2018
د خبر لمبر: 3481013
نړیواله ډله: د په قاهره کښې د اسلامی نړۍ قرآنی راډیوګانو مشرانو څلورمه غونډه د درې ورځو فعالیت نه ورستو د اسلامی ارزښتونو اهتمام له لارې افراط ګرۍ او تاوتریخوالی سره مقابلې باندې تاکید سره تر پایی ورسېده.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قاهره په ښار کښې د قرآنی راډیوګانو مشرانو څلورمه غونډه د پایی بیانیه په قرائت کولو سره خپل کار تر پایی ورسولو.
په دې غونډه کښې ګډون کوونکو، د امریکا سفارت د قدس شریف ښار ته بدلولو او د دغه ښار د اسرائیل مرکزي ښار په توګه رسمیت ورکولو د امریکې ولسمشر ادعا سره خپل مخالفت څرګنده کړو او د قرآن کریم راډیو ځانګړو پروګرامونو له لارې افراطی ګرۍ سره مقابله کولو باندې تاکید وکړو.
د افراط ګرۍ او غلو سره مقابلو موضوعاتو میاشتنې پروګرامونو منظم دوره، د قرآن کریم راډیو نه پوهاندو او نظر لرونکې عالمانو ته فتوی ورکولو لپاره فرصت ورکولو باندې تاکید، د اسلامی راډیوګانو اتحادیه لپاره د دې غونډې کارونه ترسره کولو لپاره د یوه کمېټي جوړول، د اسلامی راډیوګانو اتحادیی د څارنې لاندې د قرآنی راډیوګانو اخیرنې فعالیتونو خبرونه خپرولو لپاره ټولنیزه چینلو کښې پاڼه جوړول، او نور دارنګه موضوعات د دغه غونډې د پایی بیانیه محورونه وو.
د اسلامی راډیوګانو مشرانو څلورمه غونډه اتبار (۸ بهمن) په ورځ د کویت، عمان، امارات، موریتانی، مالزی، عربستان، سنگال، بحرین، اردن او الجزایر هیوادونو شتون سره په قاهره کښې شورو شوې وه چې د پرون د پایی بیانیه خپرولو سره یی خپل کار تر پایی ورسولو.
http://www.iqna.ir/fa/news/3687058
captcha