IQNA

د صهیونیستو د الاقصی جومات «د خطي نسخو د ترمیم مرکز» باندې برید

9:31 - February 09, 2018
د خبر لمبر: 3481031
نړیواله ډله: د صهیونیستو پوځ په قدس کښې د الاقصی جومات د خطي نسخو د روغولو او ترمیم مرکز باندې برید کړې او د دغه مرکز کار کوونکې یی ژوبل کړي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د الحدث فلسطینی ورځپاڼې نه په نقل، د الاقصی جومات د خطي نسخو ترمیم مرکز مشر رضوان جمال عمر، د دې برید په اړه وویل: په قدس شریف باندې قبضه کوونکې رژیم صهیونیستو پوځونو په دغه مرکز باندې برید کښې یو شمېر کارکوونکې ژوبل کړي دي.
هغه زیاته کړه: د اسرائیل پوځ په دې برید کښې، د دې مرکز مسئول سامر مجاهد نیولې دي.
د الاقصی جومات خطي نسخو ترمیم مرکز یو نړیواله مرکز دی چې د یونسکو د راپور پر اساس په منځنۍ ختیځ کښې لومړۍ او په نړۍ کښې د خطي نسخو د ترمیم په فعالیتونو څلورم رتبه لري او له دې وړه یو ځانګړې اهمیت لري.
دا مرکز د الاقصی جومات په غربی رواق کښې په کال ۲۰۰۸ کښې جوړ شوي دی.
د صهیونیست پوځ هره ورځ د الاقصی جومات په مختلفو برخو باندې بریدونه کوي او په دغه جومات کښې کار کوونکو باندې برید او حملې کوي.
دا په داسې حال کښې چې د صهیونیستو پوځ سره د دغه ښار اوسېدونکې هم د هفته او د اتبار په ورځ د اسرائیل پوځ حمایت کښې د الاقصی جومات او مقدس ځایونو باندې بریدونه کوي.
د صهیونیستو پوځ د الاقصی جومات جوړولو مرکز باندې هم برید کړي او د دغه جوړولو کار یی ودرولو او په جومات کښې ترمیم نه کولو حکم یی صادر کړي چې دا خبره د فلسطینیانو په مختلفو ډلو او په اسلامی هیوادو کښې مخالفت سره مخامخ شوي.
د صهیونیست د پوځ له لاسه د درې فلسطینی ځوانانو شهادت چې د دې کال د تیر میاشتې په ۲۳ تاریخ باندې په الاقصی جومات کښې ترسره شوي صهیونیستو د الاقصی جومات ته لارو باندې برېښنایی دروازې نصب کړي او ټول جومات کښې یی دوربینونه لږولي.
http://iqna.ir/fa/news/3689056
captcha