IQNA

د سری لانکا لومړي وزیر د مسلمانانو خلاف تاوتریخوالی په اړه غبرګون

22:11 - March 09, 2018
د خبر لمبر: 3481097
نړیواله ډله: د سریلانکا لومړي وزیر رانیل ویکره مسینګه، د دغه هیواد په کندی ښار کښې د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالی او توکمیز اقدامات محکوم کړل.
د سری لانکا لومړي وزیر د مسلمانانو خلاف تاوتریخوالی په اړه غبرګوند ایکنا راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سریلانکا لومړي وزیر رانیل ویکره مسینګه، د دغه هیواد په کندی ښار کښې د مسلمانانو خلاف د بودائیانو له اړخه د تاوتریخوالی او توکمیز اقدامات محکوم کړل او دا باور یی درلودو چې د تاوتریخوالی دا اقدامات کنترول کولو لپاره به نور زیات اقدامات ترسره کړي.
د سریلانکا ولسمشر مایتریپالا سیریسنا، هم په ۱۵ اسفند باندې د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالی مخنیوي لپاره اضطراري حالت اعلان وکړو، دا اراده د هغې نه ورستو اعلان شوه چې کله د بودائیانو سنهالی ډلې، د مسلمانانو کورونو او دوکانونو باندې بریدونه وکړل.
یادښتونه، د مسلمانانو خلاف له تېر اتبار له ورځې او د یو بوادایی ځوان له مرګ نه ورستو د مسلمانانو او سینهالی بودائی ډلې ترمنځه نښتې زور واخیستو.
یادښتونه، د سریلانکا خلکو ټولنه تر ۲۰ ملیونه رسېږي چې په دغه کښې بودائیان ۷۵٪ او د مسلمانانو شمېر ۹٪ د دغه هیواد ټولنه تشکیل کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3697860
captcha