د ایکنا راپور له مخې، د معا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د غصب شوې فلسطین په ام الفحم ښار کښې د توحید جومات امام ۴۵ کلن شیخ محمد سعادة پرون سهار(۱۴فروردین) د جومات نه را وتلو نه ورستو نامعلومو کسانو په ډزو ویشتو سره ترور او ووژل شو.
بیړني مرستیال او ډاکټران د پېښي ورسته ډېر زر را ورسېدل خو ولی چې شیخ محمد سعادة ډېر ژوبل وو نو د هغوي د هغه بچ کولو ټولی هڅې ناکامه شوي.
د صهیونیست پولیسو د ډزو کوونکو راپور جوړولو لپاره د ام الفحم ښار په المیدان کوڅې کښې حاضر شول او متوجه شول چې د ډزو هدف د جومات امام وو.
پولیس په دې اړه خپلې څېړنې شورو کړې، خو ولی تراوسه د مجرمانو نیولو خبر نه دی خپور شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3702729