IQNA

دشیعه اوسنی مسلمانانو داختلافاتو دوسیه بایدوتړل شی

8:31 - May 08, 2018
د خبر لمبر: 3481197
IQNA_شیخ احمد الطیب په دوام کې په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلام د سولې او دوستۍ دین دی وئیلی ، داسلامی هیوادونو ترمینځ د هر ډول جنګ په بڼه کې دا مسلمانان دی چې بایئلونکی به وی .

شیخ الازهر   احمد الطیب  دسنګاپور  د زرګونو مسلمانانو په ټول کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، مسلمانان باید اختلافات څنګةکړی او  د اهل تشیع او اهل تسنن داختلافاتو دوسیه هم باید نوره وتړل شی

راپور ښئ  شیخ الازهر  پخپلې وینا کې  وئیلی دی ، له بده  مرغه   دنړۍ په ځینو سیمو کې   خلک د دین په نامې سره وژل کیږی  ، حال دا چې  دغه شان عملونه او چلندونه  له  یوه دین سره  هم هیڅ   ربط نه لری او  بیلابیل دینونه ورځینی  مبرا دی .

 شیخ احمد الطیب  په دوام کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  اسلام د سولې او دوستۍ دین دی وئیلی ،  داسلامی هیوادونو ترمینځ  د هر ډول جنګ  په بڼه کې    دا مسلمانان دی چې بایئلونکی به وی .

 هغه  په دې باب د اسلام ددښمنانو  دمنفی تبلیغاتو په باب چې  اسلام د تورې ،جنګ جګړو او وژلو  او د دغه  دین منلو لپاره  د خلکو مجبورولو   دین دی ، هم ووئیل ،  داسلام په سرکیّنیو وختونو کې  د جنګ جګړو علت  دمقابل لوری کافر شونه  نه وه ،  دا شخړې  په مسلمانانو  دتیریو اویرغلونو  په دلیل وې او مسلمانانو  یوازې هاله  پر نورو حملې کولی ،چې  له دې مخکې ئې پر مسلمانانو حملې کړی وی  . داهل سنت ستر  مفتی او شیخ الازهر  روښانه کړې  جنګ په اسلام کې استثنا دی  او  پیغمبر اکرم (ص) هم  مسلمانان  په جنګونو کې له حده  تیریدا څخه  منع کول .

http://parstoday.com/ps/news/world-i70568

captcha