IQNA

د دبی قرآن جایزې مقابلو په دویمه شپه کښې د ۹ هیوادونو مقابلې

15:19 - May 28, 2018
د خبر لمبر: 3481230
نړیواله ډله: د ۹ هیوادونو قزاقستان، استرالیا، فرانسه، سنګاپور، سودان، بنین، بوروندی، مالدیو او جمهوری دموکراتیک کنګو استازو د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو په دویمه شپه کښې یو بل سره مقابلې ترسره کړي.

د ایکنا راپور له مخې، د البیان اماراتی ویبپاڼې نه په نقل، د دبی جایزه نړیواله مقابلو ۲۲ دورې په دویمه شپه کښې له قزاقستان نه شوخان ولیوف، مساویان انور له استرالیا، اسحاق متوینلاه له فرانس، محمد زبیر بن عدلی نظری له سنګاپور، محمد عبدالله بریمه عبدالکریم له سودان، ذوالکفل اسوما له بنین، ندایرا أغیجی امان له بوروندی، مرشد الامین له مالدیو و شادادی قاسم محمد له جمهوری دموکراتیک کنګو نه د دې مقابلو او داورانو د کمېټې مشر ابراهیم محمد بوملحه په شتون کښې له یو بل سره مقابلې پیل کړي.
د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو ۲۲ دورې د داورانو کمېټې مشر ابراهیم هویمل په دې اړه وویل: د مقابلو په دویمه شپه کښې، د ډېرو سختو مقابلو او د لوړې سطح مقابله کوونکو شاهد وو.
هغه په ادامه کښې د نوې ټکنالوژي نه په داروري کښې استفادې ته اشارې سره وویل: له ګډون کوونکو مقابلو ته را تللو نه مخکښې، د هغوي د هستوګنې په هوټل کښې لومړني ازموینه اخیستلې کېږي.
د دې مقابلو په لومړي شپه کښې چې د چهارشنبه په شپه پیل شوې وه، اووه ګډون کوونکو له اردن، تانزانیا، اوګاندا، تاجیکستان، ګابن، پرتغال او میانمار هیوادونو نه ګډون کړې وو.
یادښتونه، د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو ۲۲دوره دې کال د نړۍ د ۱۰۴ هیوادونو قرآن حافظانو شتون سره پيل کېږي او د دې مقابلو اصلي برخه چې د چهارشنبه په ورځ د رمضان میاشتې په اوومه د دبی صنعت او سوداګرئ په ځای کښې شورو کېږي، د دې میاشتې تر ۲۰ پورې به ادامه لري.
دا مقابلې د ټول قرآن کریم حفظ په برخه کښې پيل کېږي او د جمهوری اسلامی ایران له اړخه د ټول قرآن کریم حافظ محمد رضا زاهدي د دغه مقابلو په دې دوره کښې شتون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3717569
captcha