IQNA

په لویدیځ کښې ولې د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوي کیږي

15:04 - June 16, 2018
د خبر لمبر: 3481256
نړیواله ډله: په لویدیځ کښې ولې د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوي کیږيد هالینډ د آزادۍ ګوند مشر او د دغه هیواد د پارلیمان غړي ګریټ ویلډرز نیت کړی چې د اسلام د مقدساتو په سپکاوي سره یوځل بیا د مسلمانانو احساسات خوږمن کړي. هغه د اسلام د عظیم الشانه پیغمبر(ص) په هکله د کاریکاټورونو د یوې مقابلې اعلان کړی

د هالینډ د آزادۍ ګوند مشر او د دغه هیواد د پارلیمان غړي ګریټ ویلډرز نیت کړی چې د اسلام د مقدساتو په سپکاوي سره یوځل بیا د مسلمانانو احساسات خوږمن کړي. هغه د اسلام د عظیم الشانه پیغمبر(ص) په هکله د کاریکاټورونو د یوې مقابلې اعلان کړی دی. ګریټ ویلډرز د هالینډ له ترهګرۍ ضد ادارې څخه د اجازې له ترلاسه کولو وروسته په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې په یاده مقابله کښې ګډون ته د خلکو په بللو سره خپلې پلیدې او اسلام ضده ارادې څرګندې کړې دي.

ګریټ ویلډرز چې په هالینډ کښې د یو اپوزیشن ګوند مشر دی، په خپلو څرګندونو کښې یې جرأت کړی دی چې په تیره بیا په اسلام باندې د نیوکه کونکو لپاره د بیان آزادي په خطر کښې ده. دا وړومبی ځل نه دی چې د هالینډ آزادي ګوند کد اسلامي مقدساتو سپکاوی کوي بلکې مخکښې یې هم په قرآن مجید او همداشان اسلام باندې د بندیز لګیدو غوښتنه کړې وه. هغه د خپلو پلیدو او اسلام ضده ارادو د عملي کولو لپاره درې کاله مخکښې د کاریکاټوري سیالیو امریکايي ګټونکی د خپلې اعلان کړې مقابلې د جج په توګه ټاکلی دی. د ګریټ ویلډرز د اعلان له مخې دغه مقابله به د هالینډ پارلیمان په ودانۍ کښې ترسره شي.

باید وویل شي چې لویدیځو هیوادونو له دې مخکښې هم د رسول ا... مبارک په شان کښې داسې له سپکاوي ډک اقدامات کړي دي چې په غبرګون کښې یې د ټولې نړۍ مسلمانانو پراخ اعتراضونه کړي دي.

او اوس هم د مسلمانانو له سختو اعتراضونو سره سره داشان سپکاوي هره څه موده پس کیږي. په کال ۲۰۱۵ کښې د چارلي هیبډو په نامه یوې فرانسوی ورځپاڼې داسې هڅه وکړه چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او همداشان په ۲۰۰۵ کال کښې یوې ډنمارکۍ ورځپاڼې د اسلام خلاف لسګونه کاریکاټورونه چاپ کړي وو چې د ټولې نړۍ د مسلمانانو اعتراضات یې په ځان پسې درلودل.

اوس پوښتنه دا ده چې په ځینو لویدیځو هیوادونو کښې ولې هره څه موده پس د اسلام د دین د مقدساتو او حتی د خاتم پيغمبر چې د ټولو انبیاؤ سردار دی، داسې سپکاوي کیږي؟ د دې ځواب روښانه دی. وړومبی دا چې عیسائیت د صهیونیسټانو په لاس له حده زیات تحریف شوی دی او د عیسایانو د اړتیاو د پوره کولو لپاره هیڅ نه لري او د لویدیځ خلک چې د صهیونیسټانو له جوړ کړي مبتذل کلتوره سټري شوي دي او په هغه ورک شوي پسې ګرځي چې د اسلام په دین کښې دي او کلونه وشول چې زرګونه عیسایانو د اسلام د مبین دین په مطالعې، آګاهۍ او ورباندې په پوهنیدو سره مسلمانان شوي دي او د فرانسې په شمول په ځینو لویدیځو هیوادونو کښې دا اندیښنه رامینځته شوې چې که دا بهیر دوام ولري نو ممکنه ده په دغو هیوادنو کښې مسلمانان په اکثریت بدل شي لکه څنګه چې له ساړه جنګ وروسته چې ختیځ بلاک ختم او د کمیونزم خطر له مینځه لاړ، لویدیځ په تیره بیا امریکا ا سلام د خپل دښمن په توګه وګڼه او په همدې لړ کښې یې د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یولسمې مرموزه پیښه جوړه کړه او هغه کسان یې پکښې وکارول چې د افغانستان په جنګ کښې په اتیایمې میلادي لسیزه کښې د شوروي د پرزولو لپاره د امریکا لخوا تیار شوي وو. او دغه کسان چې شمیر یې په زرګونو و، له عربي هیوادونو په تیره بیا عربستانه پاکستان ته منتقل شول او هلته یې د امریکایی اسراییل او انګلیسي  ټریننګ ورکوونکو له خوا ټریننګ ولیده او دغه عرب جنګیالي چې یو وخت مجاهدین نومول کیدل د شوروي له ماتیدو وروسته  په ترهه ګرو بدل شو او د القاعدې په نامه ډله کې راغونډ شول . د دغه افراطي او تکفیري ډلې په وسیله وروسته بیا داعش ډله هم جوړه شوه  او دوي  د اسلامي جهاد په نامه  په نړۍ منجمله لویدیځو هیوادونو کې  ډیر ترهه ګر اقدامات وکړل چې اصلي طراحان یې امریکا او د  اروپايي هیوادونو جاسوسي سازمانونه وو  او هڅه وشوه چې  د لویدیځ خلک چې اسلام ته په راوړیدلو وو له اسلامه متنفر کړي او ووایي چې اسلام د ترهه ګرۍ دین دی. امریکا او انګلستان په دې لټه کې وو چې مسلمانان له دینه لرې کړي او د اسلام د پيغمبر تعلیمات هیر کړی شي او یا یې دومره سپکاوی وشي چې مسلمانان پرې حساسیت ونه ښیي او ورو ورو  بې دینۍ ته لاړ شي چې نړۍ اسلامي نه شي.

دریم دا چې استعمار په دغه شان اقداماتو سره  غوښتل مسلمانان هم وازمایي  چې په خپل ارزښتونو څومره حساسیت ښیي.  چې پر اساس یې پلانونه وکړي.  البته لویدیځ چې تر اوسه د اسلام په خلاف کوم اقدامات کړې وجه یې دا وه چې په اسلامي هیوادونو کې یې خپل تالي څټي کښینولې  او بل یې په مسلمانانو کې د شیعه سني په نوم  د درباري او وهابي عالمانو په وسیله اختلافاتو ته لمن وهلې ده او تر څو چې مسلمانان یو موټي نه شي او د درباري او تکفیري وهابي عالمانو مونډ ونه باسي  استعمار به بیا هم د اسلامي سپیڅلتیاوو سپکاوی کوي. 

http://parstoday.com/ps/news/world-i73390

captcha