IQNA

سعودی عربستان دحج له مسلې ناوړه استفاده کوی

23:03 - July 28, 2018
د خبر لمبر: 3481363
نړیواله ډله: سعودي عربستان حج دخپلو خاصو سیاستونو لپاره کاروي او دا د انسانانو دحقوقو او دنړیوال قانون خلاف ورزۍ ده .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، الکوثر ټیلی ویژن راپور راکړی سعودی عربستان په سوریې ،عراق او یمن کښې له پراخو ناکامیو او له تکفیری ترهګرو د مالی او وسله والو ملاتړونو له رسواۍ وروسته دیمن او دفلسطین د موضوګانو په شمول دسیاسی مسائیلو په اړه د حاجیانو په هرډول غونډې بندیز ولګاوه .
د حج له فریضې د ګټه دپورته کولو له لارې په مسلمانو هیوادونو د سعودی عربستان د دباونو د اعمالولو په دوام کښې دسعودی عربستان د سیاسی او دامنیتی شورا غړیو په جدې کښې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ په نړیوالو اوسیمه ییزو بدلونونو دغور په هدف سره په یوې(۱) غونډې کښې د یمن او دفلسطین د موضوګانو په شمول د سیاسی مسائیلو په باره کښې  دحاجیانو په هرډول غونډې بندیز ولګاوه .
د حقوقی چارو فعالان وایی سعودی عربستان حج دخپلو خاصو سیاستونو لپاره کاروی او دا د انسانانو دحقوقو او دنړیوال قانون خلاف ورزۍ ده .
سعودی رژیم ددغه رژیم دسیاستونو په مخالفو هیوادونو ددباو د راوستلو لپاره دیمن ، سوریې او قطر په شمول د یوشمیر اسلامی هیوادونو ښاریز حج ته له تلو منع کړی دی .
captcha