IQNA

د ASEAN په بیانیه کښې د روهینګیا کډوالو بېرته ستنېدو باندې ټینګار

11:08 - August 07, 2018
د خبر لمبر: 3481398
نړیواله ډله: د ASEAN (جنوبی ختیځ آسیا ملتونو ټولنه)(Association of South East Asian Nations) په یوه بیانیه کښې د روهینګیا کډوالو امن سره بېرته د میانمار خاورې ته ستنېدلو باندې ټینګار وکړو او په راخین ولایت کښې شخړې پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د آراکان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ASEAN (جنوبی ختیځ آسیا ملتونو ټولنه)(Association of South East Asian Nations) په یوه بیانیه کښې د بهرنی چارو وزیرانو په ۵۱ غونډه کښې د روهینګیا کډوالو امن سره بېرته د میانمار خاورې ته ستنېدلو پر ضرورت باندې ټینګار سره وویل: مهم ګام په دې حالاتو کښې د کډوالو امن سره بېرته میانمار ته ستنېدل دی.
د بهرنی چارو وزیرانو ASEAN په دغه بیانیه کښې د میانمار د حکومت له اړخه حقیقت څرګندولو کمېټۍ جوړولو نه استقبال سره ټینګار وکړو: مونږ د میانمار د حکومت په راخین ولایت کښې مرستې کول تایید کوو او د بشر ملګرې مرکزونو همکارۍ سره مرستې رسولو او د میانمار حکومت له اړخه د روهینګیا کډوالو سره مرستو نه هم استقبال کوو.
د جنوبی ختیځ آسیا ملتونو ټولنه همدارنګه د میانمار او د بنګلادېش ترمنځه لاسلیک شوې تړون چې د کال ۲۰۱۷ په ۲۳ نوومبر باندې د کډوالو بېرته ستنېدو په هکله شوی وو او د میانمار او د ملګری ملتونو سازمانونو د کډوالو چارو کمشنر ترمنځه لاسلیک شوي تړون او د کډوالو بېرته ستنېدو موضوع باندې د ملګری ملتونو سازمان د پروګرامونو پراختیا دفتر له اړخه پروګرام چې د کال ۲۰۱۸ په ۶جون باندې پيل شوې وو د اطمینان اظهار وکړو.
یادونه: د جنوبی ختیځ آسیا ملتونو ټولنې هیوادونو غړو اتحادي هیوادونو بهرنی چارو وزیرانو ۵۱ غونډه د څارونکې هیوادونو سره د ایران بهرنی چارو وزیرانو په سینګار پور کښې د مرداد میاشتې ۸ د پیر په ورځ شورو شوه.
د ASEAN بهرنی چارو وزیرانو په دغه شپږ ورځې غونډه کښې پیل کېدونکې او راروانې همکارۍ او همدارنګه په نورو غونډو کښې چې د نړیواله او سیمه ایزه پراختیا او د سیمو معماري ځانګړې ګډون د دوی په کار کښې شامل دی.
http://iqnanews.ru/fa/news/3735939
captcha