IQNA

له امریکاسره به خبرې اترې ونه کړو

23:59 - August 13, 2018
د خبر لمبر: 3481427
نړیواله: داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز پخپلې وینا کې ټینګار وکړ، هیڅ جنګ به ونه شی ، ځکه مونږ به د تیر وخت په څیر هیڅکله هم د جنګ پیلونکی نه وو او امریکایان به هم حمله ونه کړائ شی ،ځکه پوهیږی ، چې په سلو کې سل به د هغوی په ضرر تمام شی ، دا په دې خاطر ده چې دایران اسلامی جمهوریت او ملت ثابته کړې ده هر تیریګر ته به غاښ ماتونکی او کوټلی ځواب ورکړی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای  نن دزرګونو خلکو په ټول کې په مهمې وینا کې د بندیز،جنګ او خبرواترو په باب دامریکائی چارواکو د بې ادبه خبرو په باب  ووئیل ، ټینګارکوو چې  جنګ به ونه شی ، او خبرې اترې به هم ونه کړو.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز پخپلې وینا کې ټینګار وکړ، هیڅ جنګ به ونه شی ، ځکه  مونږ  به د تیر وخت په څیر هیڅکله هم د جنګ پیلونکی نه وو او  امریکایان به هم حمله ونه کړائ شی ،ځکه  پوهیږی ، چې  په سلو کې سل  به د هغوی په ضرر تمام شی ،  دا په دې خاطر  ده چې  دایران اسلامی جمهوریت او ملت ثابته کړې ده  هر تیریګر ته به  غاښ ماتونکی او کوټلی ځواب ورکړی .
دوی همداراز  له امریکا سره  دخبرواترو دموضوع په باب هم  ټینګار وکړ له امریکایانو سره  د دقیقو استدلالونو، دتیرو تجروبو او  له  یوه سرزوری ، جعلی او ګڼ ګپ  رژیم سره د خبرواترو  ډیرو تاوانونو د شتون په  علت  خبرې اترې نه کوو .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  جامعه ایټمی موافقه  له امریکا سره د خبرواترو د نتیجې یو واضح مثال وبالۀ او  وې فرمائیل ؛ په خبرواترو کې دامریکایانو فارمولې ته په پام سره  په نړۍ کې   هر حکومت  له هغوی سره خبرې  اترې کوی ،نو  له مشکل سره مخامخ کیږی ، مګر دا چې  سوچ او فکر ئې  له واشنګټن سره یو شان شی ، چې  البته  دامریکا اوسنی حکومت  حتی له اروپایانو سره هم  د زور خبرې کوی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز  په یمن کې  دآل سعود رژیم  د وروستیو دوواونیو جنایتونو په یادولو سره ، یعنی  په یوه روغتون ، دیمن د ماشومانو  په یوه بس   په بمبارولو ا و د لسګونو بې ګناه او بې پناه ماشومانو په قتل عام  سره  دهغوی جنایتونو ته په اشارې سره  روښانه کړې ؛ دنړۍ وجدان  د دغو جنایتونو په وړاندې ولړزید،خو  امریکایانو د دغو غمیزو دمحکومولو په ځای ، په بې شرمئ اوسپین سترګیتوب سره  له سعودیانو سره  دخپلو سټراټژیکو اړیکو خبره کړې  او دا پوښتنه ئې راولاړه کړه چې آیا آیا  امریکائی مسئولان واقعا ً انسانان دی ؟
 داسلامی انقلاب معظم لارښود  دکډوالیدا په پلمه  له خپلو میّندو  د دوه زره ماشومانوجلاکول او  په وسپنیزو پنجرو کې ئې بندول یو بل بې مخینې جنایت وبالۀ او وې فرمائیل؛ دحیرانتیا خبره ده  چې امریکایان  له خځالت او شرم پرته  دغه اقدامات  دنړیوالو دسترګو په وړاندې ترسره کوی .دوی ټینګار وکړ  ایران  د امریکا او سعودیانو دګواښونو اوجنایتونو په مقابل کې  له دوودوستو او مسلمانو هیوادونویعنی له سورئې اوعراق سره  مرسته کړې ، چې  دغه  ډ ول مرستې  د دوستو  هیوادونو ترمینځ یو ډول مبادله  ده .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خپلې وینا په بلې برخې کې د ایران د مسئولانو او ولس   دعمومی وحدت او یو زړتوب  ضرورت ته په اشارې سره  ووئیل ،  په هیواد کې هیڅ ډول بندون نشته او په درو واړو قواؤ کې مسئولانباید په هڅې ،ګډ کار او د کارپیژاندو له نظرونو په استفادې سره د  خلکو له اوږو  مشکلات او دباؤنه اوچت کړی.
captcha