د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د امریکا دسپینې ماڼۍ ویاندې میرمن سارا هوکابی سانډرز(Sarah Huckabee Sanders) پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل که چیرې ترکیه دامریکا پادری خوشی هم کړی واشنګټن به بیا هم دانقرې پرضد اقتصادی بندیزونه ختم نکړی .
هغې ادعا وکړه ترکیې او ولسمشر رجب طیب اردوغان دامریکا له پادری (pastor)سره غیر منصفانه چلند کړی دی .
دامریکا دسپینې مانۍ ویاندې سارا سانډرز ادعا وکړه دامریکا په شیانو دترکیې لګول شوی مالیات د خواشینۍ وړ دی او په غلطه لاره کښې ګام دی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i75644