IQNA

د فلسطینیانو نه حمایت لپاره د ګوترش څلور وړاندیزونه

19:34 - August 18, 2018
د خبر لمبر: 3481446
نړیواله ډله: د ملګرې ملتونو سازمان مشر آنتونیو ګوترش، په نیولی شوې ځمکه کښې میشته فلسطینیانو نه حمایت لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د اسکای خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ملګرې ملتونو سازمان مشر آنتونیو ګوترش تېره ورځ د مرداد میاشتې په د ۲۶ د غزه په پوله د مارچ میاشتې نه شورو تاتریخوالی نه ورستو د ملګرې ملتونو سازمان عمومي ټولنې په غوښتنې د ستونزو په اړه تیار شوې د ۱۴ پاڼو په راپور کښې په نیولی شوې ځمکه کښې میشته فلسطینیانو نه حمایت لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.
ګوترش په دغه راپور کښې ټینګار کړې چې په دغه وړاندېزونو کښې هر وړاندېز اجرا کول د فلسطینیانو او د اسرائیلو همکارۍ ته اړتیا لرې، خو ولی امکان نه لرې چې اسرائیل به له دغه وړاندېزونو سره موافق وی.
د ملګرې ملتونو سازمان مشر ۴ وړاندېزونه دا دې:
1.      د ملګرې ملتونو د میدانی شتون ته پیاوړتیا لکه د بشري حقونو څارونکو یوې ډلې او د سیاسي چارو نورو څارونکو ډلې د نیولې شوې ځمکو د حالاتو څېړنې لپاره شتون.
2.      د انسانی مرستو زیاتوالی او د اوسېدونکې خلکو سوکالۍ لپاره پرمختګ
3.      په حساسو سیمو کې د ګمارلو لپاره د ملکي څارونکو غونډه جوړول لکه په تفتیشي ځایونو، لارو او د یهودی مېشته ښارونو سره نږدي چې کار یی له حمایتی ستونزو نه راپور ورکول وی.
4.      د ملګری ملتونو سازمان سره تړلې پولیسو او پوځیانو ګمارل چې کار یی د غیر وسله واله فلسطینیانو نه حمایت وی.
همدارنګه په کال ۱۹۹۴ کښې د اورپایی څارونکو یوه وړه ډله د الخلیل ښار په کرانه باختری کښې تعین شوې وه، خو ولی اسرائیل له هغه وخته په هره توګه د ملګری ملتونو سازمان په حساسو سیمو کښې شتون سره مخالفت کوي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3739188
captcha