IQNA

د معظم لارښود د بیت الله الحرام حاجیانو ته پیغام:

د امریکا سیاست د جنګ وده او د یوبل په لاس مسلمانانو وژل دی

18:24 - August 20, 2018
د خبر لمبر: 3481456
سیاسي ډله: حضرت ایت الله خامنه ای، د بیت الله الحرام حاجیانو ته په پیغام کښې، د وخت او ځای دغه وحدت  د حج د فریضې یو اصلي راز  او د اسلامي امت د وګړو دغه کلنۍ کتنه ده. دا د اسلامی وحدت راز او د  اسلامي   امت سازۍ بیلګه وټاکله او د امریکا سیاست چې د مسلمانانو ترمنځه د جنګ وده غواړې ته پام باندې ټېنګار وکړو: مسلمانان باید هوښیار او بیدار اوسي او دغه شیطاني سیاست شنډ کړي. حج د دغه هوښیارۍ زمینه جوړوونکی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د ستر لارښود آیت الله خامنه ای معظم لارښود له دفتر اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی انقلاب معظم لارښود د پیغام متن چې نن سهار حجت‌الاسلام و المسلمین قاضی‌عسکر د ولی فقیه استازی او د ایرانی حاجیانو څارونکې د عرفات په صحرا کښې ولوسته، تاسو ته یی پښتو ژباړه لاندې وړاندې کوو:
بسم‌اﷲ‌الرّحمن‌الرّحیم
و الحمد للّه و الصّلاة علی رسوله المصطفی و آله الاطهار الابرار و صحبه الاخیار. قال اللّه تعالی: وَ اَذِّن فِی النّاسِ بِالحَجِّ یَأتوکَ رِجالًا وَ عَلیّْ کُلِّ ضامِرٍ یَأتینَ مِن کُـلِّ فَجٍّ عَمیقٍ ‍‍× لِیَشهَدوا مَن‍ـافِ‍ـعَ لَهُم وَ یَذکُرُوا اسمَ اللهِ فیِّ اَیّامٍ مَعلومات.
دغه عرشي انګازه هماغه شان زړونه ځانته رابلي او له پیړیو او پړاوونو، انسانیت  ته د توحید په چورلیز د غونډیدو بلنه ورکوي. د انسانیت هر وګړی د دغه ابراهیمي بلنې مخاطب او  پرې ویاړمن دی؛ که څه هم ځینې غوږونه یې وانه اوري او  زړونه د غفلت او  جهالت تر پردې لاندې، له هغه بې برخې پاتې شي، او که څه هم  ځینې کسان دغه نړیوالې او همیشنۍ میلمستیا ته  د ورتګ وړتیا په ځان کې پيدا نه کړي او یا یې په هر سبب توفیق ونه مومي.
اوس تاسو په دغه لورینې لورول شوې او د خدای د میلمستون په  امن وادۍ کې مو ګام ایښی دی.
 عرفات او مشعر او منی، صفا او مروه او بیت، مسجدالحرام او مسجدالنّبی، د دغو مناسکو او  مشاعرو هر هر ځای ، هر یو د معنویت د  زنځیر یوه کړۍ او د روح عروج دی د هغه حج کوونکي لپاره چې د دغه توفیق په قدر پوه شي اور  ترې د خپل ځان د پاکۍ لپاره استفاده وکړي او د خپل پاتې عمر لپاره توښه واخلي.
یو مهم ټکی چې  هر فکر کوونکی انسان تلوسګر او حساس ګرځوي، د ټولو خلکو او ټولو نسلونو او ټولو کلونو لپاره  په یو  ټاکلي ځای او واحد زمان او وخت کې د  یوې همیشنۍ وعده ګاه  ټاکل دي. د وخت او ځای دغه وحدت  د حج د فریضې یو اصلي راز دی.  بې له شکه د «لِیَشهَدوا مَن‍ـافِ‍ـعَ لَهُم»  یو ډیر لوړ مصداق  دخدای د کور په څنګ کې د اسلامي امت د وګړو دغه کلنۍ کتنه ده. دا د اسلامی وحدت راز او د  اسلامي   امت سازۍ بیلګه ده چې باید د بیت الله تر سیوري لاندې وي. دخدای کور د ټولو دی:
 سَ‍ـواّْءَ العـاکِفُ فیهِ وَ الب‍ـاد.
حج، په دغه ځای او دغه وخت کې همیشه او په ټولو کلونو کې په لوړ غږ او ښکاره منطق سره مسلمانان یووالي ته رابلي  او دا د دښمنانو د غوښتنې مقابل ټکی دی چې په ټولو زمانو په تیره بیا  په اوسني پېر کې  یې مسلمانان د یو بل په وړاندې لام بندۍ ته هڅولي دي.
نن د مستکبرې او جنایتکارې امریکا عمل ته وګورئ. د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د هغې اصلي سیاست د جنګ جوړول دي. دهغې خبیثانه غوښتنه او هڅه  د یو بل په لاس د مسلمانانو وژل دي.  پر مظلومانو د ظالمانو وراچول، د ظالم لوري ننګه کول، د هغه په لاس د مظلوم لوري بیرحمانه ځپل، او مدام د دغه بوږنوونکې فتنې اور ته پوکي وهل. مسلمانان باید هوښیار او بیدار اوسي او دغه شیطاني سیاست شنډ کړي. حج د دغه هوښیارۍ زمینه جوړوونکی دی، او دا ده په حج کې  له مشرکانو او مستکبرانو د برائت فلسفه . 
  د خدای یاد د حج روح دی.  راځئ چې په هر حال کې خپلو زړونو ته د رحمت په دغه باران سره ژوند او تاندوالی وبخښو او په هغه ذات توکل او باور چې د طاقت، برم ، عدل او ښکلا  سرچینه او آر دی په خپله زړونو کې  کلک کړو.  په دې بڼه کې به  د دښمن پر چل ول  بریالي شو.
ای خوږو حجیانو!  په سوریې، عراق، فلسطین، افغانستان، یمن ، بحرین، لیبیا ، پاکستان ، کشمیر او میانمار او نورو سیمو کې د مظلومانو او اسلامي امت لپاره  دعا هیره نه کړئ او  له خدایه وغواړئ چې د امریکا او نورو مستکبرانو او د هغوی د ګوډاګیانو لاسونه غوڅ کړي.
والسّلام علیکم و رحمة اللّه
سیّدعلی خامنه‌ای
  ۱۳۹۷ د زمري دمیاشتې اته ویشتمه
د ۱۴۳۹ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې اومه نیټه
http://iqna.ir/fa/news/3740020
captcha