IQNA

په عرفات کی له مشرکینو څخه د برائت مراسم

23:56 - August 21, 2018
د خبر لمبر: 3481457
نړیواله: د بیت الله الحرام حاجیانو؛ په عرفات بیدیا کی له مشرکینو څخه د برائت په مراسمو کی، د مسلمانانو په وحدت او یو موټی توب، او د دښمنانو له تفرقه اچونکو پلانونو سره په مقابلی کولو ټینګار وکړ.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، له مشرکینو څخه د برائت په دستورو کی، چی نن دوشنبه د بیت الله الحرام حاجیانو ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود، د پیغام په لوستلو سره پیل شول؛ ایرانی حاجیانو او د نورو هیوادونو یو شمیر حاجیانو ګډون درلود، او هغوی د امریکی؛ صهیونیسټی رژیم او د دوی د ملګرو په شان شیطانی او استکباری سمبولونه، وغندل.
نږدی دری میلیونه مسلمانان، له تیرې شپې څخه، عرفات ته رهی شول، او نن مازدیګر به له نږدی ۲۴ ساعتونو وقوف وروسته، له دغی سیمی څخه د مشعرالحرام په لور لاړ شی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i75761

captcha