IQNA

په افغانستان کښې د داعش ډلې اصلی ملاتړی څوک دی ؟

22:55 - August 27, 2018
د خبر لمبر: 3481473
نړیواله:دامریکا هیلي کوپټرونه دافغانستان په شمال کښې دداعش ډلې لپاره وسایل او تجهیزات رسوي .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،زمونږ خبریال وایی په داسې حال کښې چې په رسنیو کښې خپاره شوی ویډیو فیلمونه ښیی دامریکا هیلی کوپټرونه د افغانستان په شمال کښې د داعش ډلې دغړیو لپاره وسائیل او تجهیزات رسوی د روسیې چارواکو دغه موضوع یوځل بیا په نړیواله سویه مطرح کړی ده .
په داسې حال کښې چې په رسنیو کښې خپرې شوی ویډیوګانې ددې ښودنه کوی چې دامریکا هیلی کوپټرونه دافغانستان په شمال کښې دداعش ډلې لپاره وسایل او تجهیزات رسوی د افغانستان دفاع وزارت د تیر وخت په شان له امریکا په ملاتړ کولو سره له داعش ډلې د امریکا د ملاتړ او د مرستې په هکله باوری او پاخه راپورونه ردوی .
دامریکا چارواکی یو ځل بیا ادعا کوی چې په افغانستان کښې دداعش تفکر د پراختیا او د خپریدا ( انتشار)په حال کښی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې بې پلوه شناندی او کارپیژاندی او خبر مذهبی او سیاسی کسان دافغانستان حالت نیک ګڼی او وایی چې افغانستان د عراق او دسوریې په شان دداعش ډلګۍ د ودې جغرافیه نه ده .
دافغانستان کارپیژاندی وایی داعش ډله وهابی او سلفی تفکر لری او د افغانستان اکثره اهل سنت حنفی مذهبه دی او په دغه هیواد کښې د وهابیانو او سلفیانو شمیر ډیر کم دی .
دلته هدف د امریکا دچارواکو شرارت دی چې څومره په جرات سره خپلې استخباراتی لوبې په چلولونو سره پټې ساتی او دهمدغو استخباراتو لوبو لپاره په کومه ډول دلایل وړاندې کوی .
حقیقت دا دی چې په کوم ډول دامریکا لخوا د ترهګرۍ پرضد جنګ د دافغانستان او دسیمې دهیوادونو دخلکو لپاره ایشوا شوی دی او نور ددغو خلکو لپاره دامریکا جنګ هیڅ روا والی نلری.
خو امریکا د یوه(۱) قدرت په توګه په دې سربیره چې د تبلیغاتو او پروپاګنډو پراخ وسائل لری د فکر مرکزونه او کوټې هم لری او دنړۍ په سویه دامریکا استخباراتی لومې خوارې دی او واشنګټن داسې ګمان کوی چې همدا اوس هم د ۲۰۰۱ میلادی کال په شان له همدغه قدرت او امکاناتو په استفادې سره د نړۍ دخلکو ذهنیت بدلولی شی خو اوس ۲۰۰۱ میلادی کال نه دی او له ۲۰۰۱ میلادی کال وروسته اوس اولس (۱۷)کلونه تیر شوی دی او حقیقتونه زیات شفاف او رڼه شوی دی .
دامریکا ډیر شعارونه چې په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې یې په افغانستان د حملې په وخت ورکول پیکه شوی دی او خپله معنا یې له لاسه ورکړی ده .
د نړۍ خلک نور له ترهګرۍ سره د امریکا د مبارزې په شعار خاندی .
البته دهغو کسانو حساب چې په افغانستان کښې دامریکا د سیاستونو په پټو سترګو ملاتړ کوی له ملت څخه جلا دی دغو کسانو ځانونه په خوب اچولی دی یا په امریکا باندې د اقتصادی تکیې په خاطر مجبوره دی د واشنګټن د کړنلارو ملاتړ وکړی خو په افغانستان او سیمه کښې هر ضمیر او وجدان لرونکی کس دغه خبره نیکه ګڼی چې داعش او نورې ترهګرې ډلې چې انسانی کرامت ته هیڅ ارزښت نه ورکوی د هیوادونو جاسوسۍ ادارو په تیره بیا دامریکا استخباراتی ادارې سی ایی ای(Central Intelligence Agency) رامینځته کړی دی چې دټولنو له مظلومیت رانیولی تر نورو ترخو واقعیتونو پورې یې ددغو ترهګرو ډلو د ودې او دپیاوړتیا زمینه برابره کړی ده او په ډیر مهارت سره د ټولنو ترمینځ د ورورګلوۍ غږملتیا او د وحدت په وړاندې خنډ جوړ شوی دی او نفرت او دښمنیو ته لمن وهل شوی ده چې همدغه ترهګرې او استخباراتی ډلې (داعش ، القاعده وغیره)دمسلمانانو ترمینځ له اختلافاتو په استفادې سره وده وکړې او پیاوړی شی او یوه ډیره منظمه دسیسه پیل شوی ده چې د ډیرو ښکلیو شعارونو په پوښښ کښې عملی کیږی او په دې خبره کښې هیڅ شک نه دی پاتې چې داعش دیوه استخباراتی ډلې په توګه په افغانستان کښې رامینځته کړې شوی ده چې افغانستان ددغه ډلې لپاره طبیعی بستر او زمینه نه دی او که چیرې دامریکا د هیلی کوپټرونو ښکاره او پټ ملاتړ نه وی طالبان کولای شی په یوه (۱)میاشت کښې ټول افغانستان له داعش ډلې پاک کړی .
اوس ښه خبره دا ده چې نه یوازې روسیه بلکې د افغانستان د مشرانو او ولسی جرګې د ځینو غړیو په شمول د دغه هیواد ټول خلک وایی چې امریکا په افغانستان کښې د داعش ډلې ملاتړ کوی .
دافغانستان دفاع وزارت یوځل بیا داعش ډلې ته د امریکا دهیلی کوپټرونو لخوا د مرستو د رسولو په اړه د روسیې ایشوا کونې رد کړې او ویې ویل د روسیې ادعا بې اساسه ده او ماسکو ددغه ادعا د ثابتولو لپاره هیڅ دلیل نلری .
البته طبیعی خبره ده دافغانستان دفاع وزارت چې په کامل ډول دامریکا لخوا معاش او تنخواګانې(Salary) اخلی باید دخپل بدار او ارباب ملاتړ وکړی څرنګه چې په غزنی دطالبانو په حملې کښې چې د امریکا په غږملتیا سره وشوه د افغانستان پوځ د غزنې په دفاع کولو کښې هیڅ غبرګون ونه ښود او ولسمشر اشرف غنی کاملا بې خبره ساتل شوی وو .
دغه راز دافغانستان او دنړۍ ټولو خلکو ته معلومه ده چې طالبانو څه موده مخکې په جوزجان ولایت کښې دداعش ډلې په سلګونو غړی کلابند کړی وو خو دامریکا او دافغانستان عسکرو په ګډه د داعش غړی د طالبانو له کلابندۍ وویستل او هغه یې روغ رمټ وژغورل او امن سیمو ته یې انتقال کړل .
لیکوال عاشق حسین طوری
د تهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر
د ۲۰۱۸ میلادی کال د اګست دمیاشتې ۲۶ نیټه
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75907

captcha