IQNA

دنیجریه شیخ ابراهیم الزکزکی اونوربې ګناه زرګونوکسان دې سملاسی خوشی شی

15:08 - September 01, 2018
د خبر لمبر: 3481478
نړیواله: د بخښنې دنړیوالې ا دارې داعلامیې په اساس ، دنیجریه د اسلامی غورځنګ کابو شپږ سوه غړی هماغه راز بې درکه دی او د هغوی کورنۍ له کلونو راهسې دخپلو خپلوانو په لټونې بوختې دی ،خو دهغوی دبرخلیک په باب هیڅ معلومات نشته، چې دا دنیجریه دراتلونکی لپاره یو ستر ګواښ هم کیدلی شی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ فرانس پریس آژانس راپورورکړی ،  دبخښنې نړیوالې ادارې  بیګا دیوې اعلامیې په  خپرولو سره  دنیجریه  له خپلواکی  غواړو او مذهبی ډلو څخه  په پلویتوب یا  د ترهه ګرو فعالیتونو دنه ثابت شوو ادعاګانو  په عنوان سره  دنیجریه د ښآریزو  په غیر قانونی نیونوباندې په اعتراض کې  وئیلی دی ،  کلونه کلونه کیږی ، چې   دنیجریه   حکومتی او استخباراتی ادارو  د دغه هیواد  په زرګونو خلک په بیلابیلو پلمو  اوتورونو سره  او   هم د نیجریه  په اسلامی غورځنګ کې  دغړیتوب  په پلمو سره  په غیر  قانونی  اوخپل سرو  اقداماتو  سره زندانی  اویا بې د رکه کړی دی  چې باید سملاسی دې  دغه کسان  خوشی کړی .

 په دغې اعلامیې کې همداراز  د  نیجریه د اسلامی غورځنګ درهبر شیخ ابراهیم الزکزی  او دهغه دماندینې   غیر قانونی اوخپل سری نیولل  هم  سخت محکوم کړی دی. 

 د بخښنې  دنړیوالې  ا دارې  داعلامیې په اساس ،  دنیجریه د اسلامی غورځنګ  کابو شپږ سوه غړی  هماغه راز بې درکه دی  او د هغوی کورنۍ  له کلونو راهسې دخپلو خپلوانو  په لټونې بوختې دی ،خو دهغوی دبرخلیک په باب هیڅ معلومات نشته، چې دا  دنیجریه دراتلونکی  لپاره یو ستر ګواښ هم کیدلی شی .

 دنیجریه   داسلامی غورځنګ   رهبر شیخ ابراهیم الزکزی  او دهغه ماندینه  د ۲۰۱۵کال له دسمبره  او  په محکمې کې د هغوی د خوشی کیدا له فیصلې سره سره ،   هماغه راز  دپوځ   ترکنټرول لاندې زندان کې بندی دی .

http://parstoday.com/ps/news/world-i76043

captcha