IQNA

د الازهر له اړخه اسرائیل ته سخت پیغام

17:18 - September 02, 2018
د خبر لمبر: 3481485
نړیواله ډله: د الازهر اسلامی مرکز په یو پیغام کښې، د اسرائیلی پوځ له اړخه په رام الله ښار کښې په جبل الریسان سیمه کښې مېشت فلسطینی ښاریزو اعتراض کولو باندې نیوکه سختۍ سره محکوم کړی.
د ایکنا راپور له مخې، د روسیا الیوم خبری ویبپاڼې نه په نقل، د مصر الازهر د اسرائیلی پوځ له اړخه په جبل الریسان سیمه کښې د فلسطینی ښاریزو اعتراضاتو باندې نیوکه محکوم کولو سره دا رنګه ټول اقدامونه د نړیواله قانون نه په څرګنده سرغړونه وټاکله.
د الازهر له اړخه د فلسطین ولسو او د فلسطینیانو د خپلو مقدساتو او د ځمکو نه ساتنې لپاره مقاومت سره په خپل حمایت باندې ټینګار سره وویل: نړیواله ټولنه او ورسره تړلې موسسې باید خپل قانونی او اخلاقی وظیفه، د کرانه باختری سره اړیکی پرکولو لپاره په دغه ځمکو باندې نوې ښارونه جوړولو او د دغه سیمو برکت او ثروت له منځه وړلو نه مخنیوی، باندې عمل وکړی.
د اسرائیلو له اړخه په کرانه باختری کښې د یو نوې ښار جوړلو هڅی په خلاف د فلسطینی ځوانانو د زیارت په ورځ(۸شهریور) باندې اعتراض کړی وو او په خپلو ځمکوباندې د صهیونیست پوځایانو او یو شمېر ښاریزو سره د رام الله سیمه کښې نښته رامنځته شوې وه.
http://iqna.ir/fa/news/3742878
captcha