IQNA

ترهګر باید دسوریې له ادلب ولایته ووځی

23:31 - September 03, 2018
د خبر لمبر: 3481493
نړیواله:په سوریې کښې د ترهګرو او د سرزورو ډلو پرضد د مقاومت دجبهې له ښو بریالیتوبونو وروسته اوس د هیواد د بیا رغونې وخت رارسیدلی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه چارو وزیر جواد ظریف وویل سوریه په کامل ډول له هیواده دترهګرۍ دختمولو په حال کښې ده او د تحریرالشام(جبهه النصره ) په شمول پاتې ترهګر باید له ادلب ولایته ووځی .
دایران خارجه وزیر جوادظریف نن د دمشق هوایی ډګر ته درسیدا په وخت خبریالانو ته وویل په سوریې کښې د ترهګرو او د سرزورو ډلو پرضد د مقاومت دجبهې له ښو بریالیتوبونو وروسته اوس د هیواد د بیا رغونې وخت رارسیدلی دی او دسوریې ستراتیژیک متحد هیوادونه په دغه رغونې کښې ونډه لری .
هغه وویل د سوریې دځمکنۍ بشپړتیا دې باید وساتل شی او په هیواد کښې ټول قومونه او ډلې باید دهیواد تر بیرغ لاندې د بیا رغونې بهیر شروع کړی .
جوادظریف ډاګینه کړه دتهران په غونډې کښې چې په راتلونکی جمعې ورځ د استانه د موافقې د درې(۳)ضامنو هیوادونو د ولسمشرانو په ګډون سره ترسره کیږی په ادلب سیمه کښې له پاتې ترهګرو ډلو په تیره بیا جبهه النصره سره د چلند د څرنګوالی په اړه سلامشوره کیږی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76141

captcha