د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل روسیه د فلسطین او د اسرائیلو د سازباز دخبرواترو ، دتجارت دنړیوالې موسسې او دایران په شمول د ځینو مسائیلو په اړه دامریکا غیرقانونی اقدامات نه منی .
لاوروف په دې خبرې سره چې امریکا داسې اقدامات کوی چې له ډیپلوماسۍ سره هیڅ ارتباط نلری وویل ماسکو د واشنګټن غیر قانونی اقدامات چې ډیرې نړیوالې بریاوې له مینځه وړی نه منی .
د روسیې خارجه وزیر لاوروف وویل دا مریکا دپخوانی ولسمشر باراک اوباما حکومت په مینځنی ختیځ کښې زیات کړکیچونه رامینځته کړل چې باید حل شی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i76156