د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د اوانا په شان تشکلونو کښې د محتوایی او دسوژه ای ائتلاف په رامینځته کولو سره باید د لویدیځو رسنیو د تحریف او د سلطې په وړاندې انډول رامینځته کړو .
هغه وویل په لویدیځو رسنیو کښې د مینځنی ختیځ په اړه خپاره شوی خبرونه له مستندو حقیقتونو سره متفاوت دی .
دایران داسلامی ارشاد او د کلتور وزیر سید عباس صالحی ټینګار وکړ د لویدیځو رسنیو سلطه دایران حالات اپوټه ښیی چې له حقیقت سره سمون نه خوری .
د اسیا او د پاسفیک خبری اژانسونو موسسې داجرایی پلاوی درې څلویښتمه(۴۳) غونډه نن دایران داسلامی جهوریت دخبری اژانس ایرنا(Islamic Republic News Agency) په کوربه توب په تهران کښې کار پیل کړ .
دتهران په دغه یوه(۱) ورځنۍ غونډې کښې د روسیې د اذربایجان جمهوریت ، د چین ،قطر ، د ترکیې، د عمان ، مغولستان ، د جنوبی کوریا ، د قزاقستان ، د جاپان ، د ویټنام ، د انډونیزیا ، د مالیزیا ، د عراق ، د سوریې ، د لبنان ، د بلغارستان او دایران د اسلامی جمهوریت دخبری اژانسونو لوړتبه مدیرانو او عامل مدیرانو ګډون درلود.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76154