د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، جنرال«سکاټ مېلر» نهم امریکایی پوځی دی چې په افغانستان کې د امریکایی او نړیوالو ځواکونو عمومی قوماندان ټاکل کېږی.
تر اوسه پورې چې کومو جنرالانو ته په افغانستان کې د قواو قومانده سپارل شوې ده؛ ټول یې د افغانستان، عراق او د بالکان د جګړو تجربې لری. خو د مېلر په باب ویل کېږی چې د امریکا د نوې جنګی ستراتېژۍ پر ټولو رموزونو بلد دی. د شپې چاپې، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه او نور دغسې عملیات یې د کیڼ لاس لوبه ده.
د افغانستان په څېر د خطرناکو او اوږدمهالو ماموریتونو په
قومانده کې معمولاً داسې مهال بدلونونه را وستل کېږی چې په کلې توګه په جنګی تګلاره کې کوم بدلون هدف وی.
که د جنرال نیکولسن پر ځای د نوی قوماندان د راتلو موخه همدغه وی چې باید د امریکا جنګی تګلاره بدله شی څو احتمال کېدای شی وجود ولری:
لمړئ دا چې؛ د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د ولسمشر «ټرمپ» د نوې ستراتېژۍ یو کال پوره شو. په دې تېر کال کې د امریکا ستراتېژی د ړندو بمباریو پر زیاتولو، او هدفی وژنو ډېره متمرکزه وه. د بمباریو پایله دا شوه چې په افغانستان کې، د ملکی مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه شوه. د دې مرګ ژوبلې وروستۍ شمېرنې را ښیی، چی یواځی د اګست په میاشت کې 875 تنو ته مرګ ژوبله اوښتی ده. چې د سږ کال د جولای تر میاشتې بیا هم ډېره وه. دغه شمېرې له پخوانیو کلونو سره د پرتلې وړ نه دی.
همدارنګه په افغانستان کې، د ټرمپ د استراتژۍ په اساس؛ په تېر یوه کال کې تر پنځو زرو زیات بمونه د امریکایی ځواکونو لخوا کارول شوی دی، چی معنا یی داده چې که د امریکا او ناټو ځواکونو په وحشتونو کې کوم کمی پاتې وی، ممکنه ده د یاد هیواد د قرار دادی خصوصی شرکتونو په وسیله بشپړ او تکمیل شی.
سره له دې چې د امریکا د دفاع وزارت د جګړې د خصوصی کولو له طرحې سره مخالف دی خو لویدیځی رسنۍ وایی چې ټرمپ دې ته لېوالتیا لری.
دوهم احتمال، بیا له طالبانو سره د سولې او خبرو اترو جدی تعقیب هم دی. که څه هم اوس په دې کې هغه لومړۍ تودوخه نشته خو بالکل نفې هم نه ده.
په هر صورت تر څو پوری چی افغانستان د خپلې ارادې او نظام خاوند نشی، په هر پړاو او هره شیبه کې باید؛ د وحشتونو د نویو تجربو اندېښنه ورسره وی. اوس باید وګورو چې د جنرال جان نیکلسن ځایناستی د افغانانو لپاره څه خوب لیدلئ دئ؟
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76150