د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په انقره کښې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي په کتنه کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې ترکیې تل د افغانستان له امنیته ملاتړ کړی، وویل: په کابل کښې د امنیت ټینګښت د ترکیې ترټولو مهمه غوښتنه ده.
سلیمان سویلو وویل: په دغه ملاقات کښې د امنیتي ملګرتیا، کډوالۍ او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په شان مسائل وڅیړل شول.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر هم په دغه کتنه کښې وویل: په ترکیې کښې د غیرقانوني افغان کډوالو د مسئلې د هواري لپاره هم یولړ پریکړې شوې دي.
سیدحسین عالمی بلخی په دې خبرې سره چې د انقرې او کابل ترمینځ ډیر اشتراکات شته دي، زیاته کړه: په مختلفو زمینو په تیره بیا د کډوالو په چارو کښې د دواړو هیوادونو اړیکې باید پراخې شي.
د ویلو ده چې په غیرقانوني توګه اروپا ته تلونکي افغان کډوال وړومبۍ ځانونه ترکیې ته رسوي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76379