IQNA

په پاکستان کښې د اتحاد او شهادت غونډه وشوه

13:35 - September 16, 2018
د خبر لمبر: 3481517
نړیواله ډله: ایرنا خبری اژانس وایی د محرم د سپیڅلی میاشت په مناسبت د پاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې نن د ملی پیوستون د شورا (ملی یکجهتی کونسل )لخوا د اتحاد او دشهادت په نوم سیمینار ترسره شو .

د پاکستان دجماعت اسلامی مشر لیاقت بلوچ په دغه سیمینار کښې په دې خبرې سره چې مسلمانان باید د حضرت امام حسین علیه السلام له شهادت درس واخلی وویل د حضرت امام حسین علیه السلام شهادت د اسلامی امت لپاره د لارې مشال او ډیوه ده .

لیاقت بلوچ وویل دښمن غواړی په پاکستان کښې د مسلمانانو ترمینځ تفرقه او نفاق رامینځته کړی او په همدې خاطر دپاکستان علما باید د محرم په ورځو کښې د اسلام ددښمانانو دسیسې ناکامه کړی او له تفرقه سره مبارزې خپل لومړیتوب وګرځوی .

د پاکستان د شیعه علماو د شورا مشر حجت الاسلام عارف حسین واحدی هم په دغه سیمینار کښې وویل حضرت امام حسین علیه السلام د نړۍ د پتیالیو مشر دی او د محرم د ورځو په غونډو او مراسمو کښې روحانیون په خپلو ویناګانو کښې د خلکو لپاره د وحدت او د سرشیندونې پیغام بیانوی او هغه کسان چې د پیغمبر اکرم ص د اصحابو سپکاوی کوی مسلمانان نه دی .

د پاکستان د لاهور د جماعت اسلامی امیر ذکر الله مجاهد وویل حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا په دښتې کښې مسلمانانو ته پیغام ورکړ چې د اسلامی دین لپاره هر څه قربان کړی .

http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76485

captcha