IQNA

ایران د ډانمارک او د هالینډ سفیران احضار کړی

19:40 - September 23, 2018
د خبر لمبر: 3481535
نړیواله ډله: الاحوازیه تکفیري ترهګرې ډلې چې بریتانیا او سعودي عربستان ورسره مالي مرستې او ملاتړ کوي پرون په اهواز کښې د ترهګرې پیښې مسولیت پرغاړه اخیستی .د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی بیګا د انګلستان د سفیر په نشتون کښې د بریتانیا موقته شارډز افیر او د ډانمارک او د هالینډ د سفیرانو خارجه وزارت ته د احضارولو خبر ورکړ .
د ایران خارجه وزارت ته د بریتانیا د موقته شارډز افیر او دهالینډ او د ډانمارک د سفیرانو د احضاریدا په بهیر کښې چې په جلا جلا ډول د بهرنیو چارو د وزارت د اروپا دچارو د مسول لخوا ترسره شول د ځینو ګوډاګیو ترهګرو ډلو د هستوګنې په نسبت چې پرون په اهواز   کښې د ترهګرې پیښې مسولان دی  د هالینډ او د ډانمارک سفیرانو ته دایران سخت اعتراض اعلان شو .
دایران دخارجه وزارت ویاند وویل دهالینډ او د ډانمار سفیرانو ته په دغه احضاریدا کښې ټینګار وشو د ایران اسلامی جمهوریت له دې مخکې هم په دغو دوو(۲) هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو د غړو د هستوګنې په اړه خبرداری ورکړی او دهغوې د نیول کیدا او د محاکمه کیدا غوښتنه یې کړی وه .
دایران د خارجه وزارت د اروپا د چارو مسول د هالینډ او د ډانمارک سفیرانو ته په وینا کښې وویل دغه خبره د منلو وړ نه ده تر هغه وخته چې دنوموړی ترهګرې ډلې غړیو په اروپا کښې کوم جنایت نه وی کړی د اروپایی اتحادیې د ترهګرو په فهرست کښې نا شاملیږی .
دایران د خارجه وزارت د اروپا دچارو مسول په تهران کښې د بریتانیا د شارډز افیر په احضارولو سره چې د سفیر د نشتون په وجه احضار شوی ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت هیڅکله دغه خبره نه منی چې د الاحوازیه ګوډاګۍ ډلې ویاند اجازه ترلاسه کړی په لندن کښې دیوه (۱)دیره ټیلی ویژن له لارې د اهواز دپرونۍ ترهګرې حملې مسولیت پرغاړه واخلی .
الاحوازیه تکفیری ترهګرې ډلې چې بریتانیا او سعودی عربستان ورسره مالی  مرستې او ملاتړ کوی پرون په اهواز کښې د ترهګرې پیښې مسولیت پرغاړه اخیستی چې له کبله یې پینځویشت(۲۵) کسان شهیدان او شپیته(۶۰) نور ژوبل شوی وو .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76676
captcha