IQNA

د اندونیزیا د راتلونکې ولسمشرۍ د ټاکنو د لرليد

10:09 - September 27, 2018
د خبر لمبر: 3481554
نړیواله ډله: د اندونیزیا د اوسني ولسمشر د ټاکنو تبلیغاتو کار په رسمي توګه شورو کولو سره، د دغه هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د څوکۍ د ډکولو لپاره، ټاکنیز کمپاین یو نوي پړاو ته داخل شو.
د ایکنا راپور له مخې، د آساهی شیمبون ورځپاڼې نه په نقل، د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، د جمعه په ورځ د خپل انتخاباتي تبلیغاتو کار د راروان کال اپرېل میاشتې انتخاباتو لپاره شورو کړو.
هغه هیله لرې چې د دغه هیواد اسلامی ګوندونو حمایت سره به یو ځلې بیا د کال ۲۰۱۴ انتخاباتو غوندې ګټه ترلاسه کړي. هغه د دغه کال په انتخاباتو کښې لږ اختلاف سره له «پرابوو سوبیانتو» نه ګټلې وه.
اوس له دغه دوو نه هر کس د ملي اقتصادي پروګرام سره د خلکو جلب کولو پسې دی خو ولی د قومیت او دین موضوع په دغه هیواد کښې د نړۍ مسلمانانو اکثریت لري زیات اهمیت لرې.
د مذهبي کثرت پالنه د اوږدې مودې راهیسې د اندونیزیا د ټولنې یوه ځانګړیتیا وه خو ولی اوس د دغه هیواد اسلامی محافظه خپل فعالیتونه زیات کړي دی.
هر دوه اړخه د ځوانان جلب کولو لپاره چې د دغه هیواد د ټولنې ۸۰میلیونه نفوس دی هڅه کوي.
له بل اړخه، دا دواړه مقابله کوونکې، خپل فعالیتونه په ټولنیزه چینلو کښې په پراخه توګه خپره وې او هڅه کوې چې د ځوان نسل رایې ځان ته جلب کړی.
د اندونیزیا د ولسمشرۍ د ټاکنو لرليدویدودو د مقابلې لپاره چې د خپل رقیب له اړخه په دینی او نژادی تور چې ورته مسیحی او د چینې کمونیستو زوی وایئ، هغه د اسلامی عالمانو ډلې نه معروف امین چې د العلماء بنسټ چې تقریباْ ۴۰ ملیونه غړې لرې د مشاور په توګه ټاکلې دی، خو ولی د ویدودو ځنې ملاتړ دغه عالم یو متعصب او د ویدودو لپاره نقصان او تاوان رسوونکې ټاکي.
له بله اړخه، تېره اونۍ د عالمانو یوې غونډې چې په دغه هیواد کښې اثر لرونکې دی له پرابوو نه د حمایت اعلان کړی.
http://iqna.ir/fa/news/3749046
captcha