IQNA

د کربلا انځور په مقابلې کښې د ۶۰۰ انځورګرو مقابله

19:55 - September 27, 2018
د خبر لمبر: 3481555
نړیواله ډله: ۶۰۰ انځورګر له سراسری نړۍ، د امام حسین علیه السلام پاڅون او د اربعین زیارت موضوع باندې ۳۹۰۰ انځورونه رالېږلو سره د کربلا انځور نړیواله مقابلو په لومړۍ برخه کښې ګډون کوی.
د ایکنا راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت اطلاع رسوونکې مرکز نه په نقل، ۶۰۰ انځورګر له سراسری نړۍ د کربلا انځور په نړیواله لومړۍ مقابله کښې چې د اربعین او امام حسین علیه السلام پاڅون په نوم ټاکلې شوې ګډون کوې او ۳۹۰۰ انځورونه دغه کسانو دی مقابلې لپاره رالېږلي دی.
دا مقابله د امام حسین علیه السلام د زیارت رسنۍ برخې له اړخه د عراق انځورګرو انجمن په همکارۍ سره پيل کېږي او د دې مقابلې پورته او ښه انځورونه به په کربلا کښې د تراتیل سجادیه نړیواله جشنوزمه کښې وړاندې کېږي.
د دې مقابلې د داورانو کمېټۍ مشر هادی نجار او د عراق د انځورګرو انجمن مشر د دې مقابلې پیل کولو هدف د امام حسین علیه السلام د پاڅون ارزښت وړاندې کول او د انځور او دوربین په لاره د هغې په ستره توګه په نړۍ کښې خپرول ټاکلې دی.
هغه په ادامه کښې د داورانو کمېټې استازو ته اشارې سره چې په دغه کمېټۍ کښې د عمان عربستان ایران او مصر هیوادونو داوران شامل دی وویل: د امام حسین علیه السلام د اربعین زیارت او د امام حسین علیه السلام د پاڅون ارزښت د دې انځورونو محور دی.
نجار دې ته اشارې سره چې له ۶۰۰ نه زیات انځورګرو د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو ۳۹۰۰ انځورونه په درې حالتونو تور او سپین، رنګین او تخلیقي انځورنه دی مقابلې ته رالېږلي وویل: انځورګر اجازت لري چې خپل څو انځورونه ته یوبل سره جوړښت ورکړي او یوځای یی کړي.
هغه په ادامه کښې د دې مقابلې جایزې ته اشارې سره وویل: لومړي مقام ترلاسه کوونکې انځورګر ته به 1000ډالر او اخیرنی ته به تر ۵۰۰ ډالر پورې جایزه ډالې کېږی.
http://iqna.ir/fa/news/3749564
captcha