د ایکنا راپور له مخې، په مونستر کښې اسلامی محقق اعتقاد لري؛ چې کوم بحثونه د اسلام په اړه په اروپا کښې شتون لري، له حد نه زیات یو اړخیزه او سطحي دی او هیڅ درک له اسلامی الهیاتو سرچینې نه لرې، هغه د المان تسایت ورځپاڼې سره په مرکه کښې له دغه شرطونو نیوکه وکړه.
اوئر تاکید وکړو: قرآن یو مذهبی – ادبی سند دی چې یو زمانې سره خاص نه دی، دا کتاب په سیمه کښې نازل شوې چې د نورو دینونو منونکې لکه یهودیانو او مسیحیانو به سره په ګډه فکری تبادله کوله او باید د قرآن د قرائت په وخت دغې مسئلې ته پام وشي.
په المان کښې د ایران کلتوری سازمان د راپور له مخې، باوئر څرګنده کړه چې د تیرو سلو کالو به اوږدو کښې، ډېرو عربي اسلامی هیوادونه په وچ او سخت قوانین اجراء کولو په توګه پېژندلي شوې دی، دغه اسلام له دغه عربی هیوادونو حکومتونو لخوا تقویت کېږی، که څه هم په دغه هیوادونو کښې اوس هم یو اعتقاد او له قرآن یو تفسیر شتون لرې.
باوئر زیاته کړه: خو بیا هم دا یواځې تر اسلامی هیوادنو محدود نه دی. په المان کښې هم دغه معنوی علمونو د پام وړ نفوذ کړې او په ټولنه کښې کم شوی دی او په مقابل کښې یی د نړۍ لپاره هیله ډېره شوې چې هیڅ اړیکه له تاریخ او زمونږ ټولنې مفهومونو سره نه لرې.
باوئر وویل: په المان کښې ساده سیاسي بحثونو نه تمایل شتون لری، د اسلام مخالفان لپاره د دې چې ټوله توجه د ټولنې اصلی ستونزو نه لرې کړي، او اړخیزه بحثونه ته لاړ شی، د مثال به توګه، په حجاب نیوکه او یا دا پوښتنه چې اسلام له المان سره څه تعلق لری؟ چې اوسنې حالت سره سمون نه لرې.
http://iqna.ir/fa/news/3750037