IQNA

په اندونیزیا کښې د ایران کلتوری سازمان:

د قرآن کریم ناسم درک، د اسلامی ټولنو زیان دی

18:54 - October 01, 2018
د خبر لمبر: 3481565
نړیواله ډله: په اندونیزیا کښې د ایران کلتوری سازمان مشر مهر داد درخشنده د اندونیزیا سونداکلاپا جومات مشر سره په کتنه کښې د قرآن کریم او د دینی پوهنو نه ناسم درک او د سمو ښودو نشتوالي د اسلامی ټولنو زیان وټاکلو.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، په اندونیزیا کښې د ایران کلتوری سازمان مشر د کلتوری او دینی اړیکو چوکاټ ته پراختیا ورکولو لپاره په جاکارتا کښې د سوندا کلاپا جومات مشر محمد آکسا محمود سره په کته کښې خبر اترې وکړي.
رخشنده په خپلو خبرو کښې دې بیان سره چې د اسلامی نړۍ ستونزې د حل لپاره د مسلمانانو یووالی ته اړتیا لرې وویل: هیله لرم چې د یو بل مشوری او همفکری سره د ایران او د اندونیزیا هیوادونو اړیکې محکم کولو او همدارنګه د مسلمانانو ترمنځه یووالی لپاره ښه ګامونه پورته کړو.
په اندونیزیا کښې د ایران کلتوری سازمان مشر همدارنګه وویل: د عالمانو او د دینی او مذهبی شخصیتونو په اسلامی نړۍ کښې د یووالی را وستلو او اتحاد لپاره رول ډېر اهمیت لري.
هغه د قرآن کریم او د دینی ښودو ناسم درک او د صحیح ښودو نشتوالی د اسلامی ټولنو لپاره تاوان وټاکلو او وې ویل: نن په ځنې اسلامی هیوادونه په دې ستونزه اخته دی او باید زیاته هڅه وشی چې نور اسلامی ټولنې دغه ستنونز سره مخامخ نشي.
محمد اکسا محمود د ایران کلتوری پرمختګ ته اشارې سره وویل: باید هڅه وکړو د اسلامی هیوادونو ترمنځه اړیکې او په تېره د ایران او اندونیزیا اړیکو کښې د اسلامی دښمنانو د نفوذ نه مخنیوي وکړو او دغه اړیکو ته پراختیا ورکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3750426
captcha