IQNA

بی نقابه امریکا

19:56 - October 03, 2018
د خبر لمبر: 3481575
نړیواله ډله: په پیل کی د تیری اونۍ په اوږدو کی د امریکی ډیرو مهمو بدلونونو او خبرونو ته یوه لنډه کتنه کوؤ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، په تیره اونۍ کی د امریکی د بدلونونو له جملې څخه، د دغه هیواد په ستره محکمه کی د غړیتوب لپاره د ټرمپ له خوا د معرفی شوی کاندید«برت کاوانا» د صلاحیت تصویبیدو؛ او «اف؛بی؛آی» ته د هغه د دوسیی ارجاع کیدو، په نیویارک کی د عربی ناټو د جوړولو په منظور؛ د امریکی او د اتو عربی هیوادونو د غونډې کیدو، په ملګرو ملتو کی د ایران په خلاف د متحدې جبهې په جوړولو کی د ټرمپ څرګندی ماتی، په سوریه کی پر پاتی کیدو د امریکی د دفاع وزیر ټینګار، او د تیلو تولید د زیاتولو لپاره د ټرمپ له غوښتنی سره د روسیی او اوپک مخالفت کولو ته اشاره کولای شو.
په تیره اونۍ کی د امریکی یوه مهمه داخلی پیښه، د یاد هیواد په ستره محکمه کی د غړیتوب لپاره، د امریکی د ؤلس مشر
له خوا، د معرفی شوی کاندید«برت کاوانا» په باره کی د مناقشې دوام ؤ. پدې زمینه کی په وروستی بدلون کی د لسو په مقابل کی  په یوولسو ګوندی رأیو سره، کاوانا د امریکی د سنټ د قضایی کمیټی له خوا تائید شو، ترڅو وروسته د سنټ په غونډه کی د هغه د غړیتوب په هکله نهایی فیصله وشی. پدې هلکه د سنټ په غونډه کی رأیه اخیستنه بلی اونۍ ته پاتی شوه، خو دا احتمال شته چی لږ تر لږه، د یوې اونۍ لپاره وځنډوله شی. هغه څه چی د دغه اټکل د کیدو سبب شوی دی، د قضایی کمیټی د غړی سناتور«جف فلیک» د تیری جمعی ورځی ویناوی دی.
دغه سناتور چی د«کاوانا» په تائیدولو کی د هغه رأیه برخلیک ټاکونکې وه، د هغه د سوابقو او د نوموړی په خلاف د مطر شویو تورونو تر بشپړی څیړنی پوری، د وروستۍ رایی اخیستنی د ځنډولو غوښتونکئ شوئ دئ. کاوانا؛ د جنسی زورونی له تور سره مخامخ دئ. سپینه ماڼۍ هڅه کوی، چی د ۲۰۱۸ کال په نوامبر کی د امریکی د کانګرس له انتخاباتو وړاندی، د دغه هیواد د ډیر لوړ قضایی ارګان په توګه؛ د امریکی په ستره محکمه کی د هغه دائیمی غړیتوب نهایی کړی. ټاکل شوې ده؛ کاوانا د دغې محکمی له نهو قاضیانو څخه د«آنتونی کندی» په ځای وټاکل شی. د نوموړی له غړیتوب سره د سنټ د موافقې په صورت کی به، هغه دویم کس وی چی د«ټرمپ» په وړاندیز سره د ستری محکمی غړی کیږی، او دا کار به د امریکی په قضایی ارګان کی د اوسنی دولت د اړخ د تقویه کیدو سبب شی.
دا پداسی حال کی ده، چی«ډونالډ ټرمپ» د عامه افکارو تر فشار لاندی، د امریکی د سترې محکمې لپاره د خپل وړاندیزی کاندید د تورونو دوسیی ته د رسیدګۍ لپاره د فډرال تحقیقاتو د اداری «اف؛بی؛آی» د مداخلی دستور ورکړئ دئ. د ټرمپ دغه تصمیم؛ د«برت کاوانا» د نهایی صلاحیت د تائیدولو لپاره، د رایی اخیستنی د نیټی د یوې اونۍ د ځنډیدو سبب شو.
جمهوریت غواړی سناتور«فلیک»؛ چی د هغه د تیری جمعې ورځی ویناوی، د« اف؛بی؛آی» د تحقیقاتو د پروسی د مطرح کیدو سبب شوې، وویل: پسله هغه یی د دغه دریځ د غوره کولو تصمیم نیولئ، چی د جنسی زورونی د دؤو قربانیانو خبری یی اوریدلی دی.
د پوهنتون استادې« کریستین بلِیسی فورد »، د کاوانا په ضد جدی تورونه مطرح کړی دی. هغې؛ چی د تیری پنجشنبی په ورځ، د شهادت ورکولو لپاره د امریکی سنټ ته ورغله، وویل: د امریکی د لوړې قضایی ارګان اوسنئ کاندید، ۳۰ کاله وړاندی هڅه کړې وه، چی په یوه میلمستیا کی په هغې تیرئ وکړی. سره له دې چی، کاوانا د ټرمپ د نظر وړ؛ یو لړ کسانو په پرتله، لا معتدل او نارمل فرد شمیرل کیږی، خو په تیره بیا د مذهبی آزادې، او د«اوباماکر» په نامه د عامه درملنی د بیمو د طرحی په هکله د هغه دریځنیونو، یو لړ اندیښنی په ځان پسی لرلی دی.
د امریکی په سیاسی ډګر کی بله مهمه پیښه، د«فارس خلیج د همکارۍ شورا +۲ » په نامه د امریکی او د اتو عربی هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه وه. د امریکی خارجه وزارت اعلان وکړ؛ چی له اتو عربی هیوادونو څخه له خپلو همرتبه ؤ سره د«مایک پمپئو د تیری جمعې په ناسته کی ، د«عربی ناټو» په نامه پلان وڅیړل شو.
پدې غونډه کی، چی په نیویارک کی ترسره شوه؛ د بحرین؛ مصر؛ اردن؛ کویټ؛ عمان؛ قطر؛ سعودی عربستان او امارات هیوادونو خارجه وزیرانو شتون درلود. د امریکی د خارجه وزارت د بیانیی په اساس، د یادو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د هغه څه په
وړاندی په مقابلې ټینګار او موافقه کړې؛ چی د« سیمی او امریکا په ضد د ایران ګواښونه » بلل شوی دی، او د« منځنی ختیځ د ستراتژیک ائتلاف » په نامه یی د یو ارګان د جوړولو د طرحې په هکله، چی«عربی ناټو» بلل شوئ؛ خبری اترې وکړې.
د امریکی د خارجه وزارت د ویاند له قوله:«مایک پمپئو، د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو د ماتی؛ په سوریه او یمن کی دسولی او آرامتیا د ټینګیدو، د یو رونق لرونکی او پراختیا موندونکی عراق د ضمانت کولو، او په سیمه کی د ایران د زیانمن فعالیت د درولو په اهمیت ټینګار وکړ». بیانیه زیاتوی:« ټولو برخه والو هم، د سیمی او د امریکی د متحده ایالتونو په خلاف، د ایران له ګواښونو سره د مقابلې د اړتیا په هکله موافقه درلوده، او په سیمه کی د امنیت؛ ثبات او رونق د پرمخ بیولو لپاره یی، د فارس خلیج د همکارۍ د یوې موټی شورا له خوا، د(میسا) په نامه د منځنی ختیځ د یو ستراتژیک اتحاد د جوړولو په هکله جوړونکی مذاکرې وکړې».
د دغه پوځی او امنیتی ارګان د جوړولو پلان؛ چی له څو تیرو میاشتو راهیسی د امریکی او د هغې د متحدینو له خوا مطرح
شوئ دئ، د هغه اختلاف او ژورې تفرقې له کبله؛ چی د فارس خلیج د همکارۍ شورا د هیوادونو ترمنځ شته، تر اوسه پوری کومی نتیجی ته نه دئ رسیدلئ. د فارس خلیج د جنوبی څنډې د عربو هیوادونو په چارو کی د امریکی د خارجه وزیر مرستیال «تیم لیندرکینګ» ادعا کړې ده، چی سپینه ماڼۍ  د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر تر پایه پوری، د منځنی ختیځ د ستراتژیک اتحاد«میسا» د جوړولو غوښتونکې ده. لیندرکینګ؛ له تیرو دریو اونیو څخه دغو هیوادونو ته سفر کړئ، ترڅو د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتی د غونډې لپاره زمینه برابره کړی. ټاکل شوې ده، پدې غونډه کی «میسا»؛ چی عربی ناټو ته یوه ورته طرح ده، جوړه او تنظیمه شی. لیندر کینګ؛ اعلان وکړ:« د میسا له جوړولو څخه هدف، د فارس خلیج د ګواښونو په وړاندی د ټینګ ډال جوړول دی. ایران؛ سایبری اندیښنی؛ په بسټیزو تاسیساتو حمله، او د سوریی او یمن د لانجو مدیریت کول د دغه اتحاد د کار په اجنډا کی دی. ایران د میسا ګواښونو د لیسټ په سر کی دئ».
سره له دې حاله؛ د دغه اتحاد یا عربی ناټو د جوړیدو په وړاندی ګڼ خنډونه شته دی، چی د هغه د جوړونکو غړیو ترمنځ د جدی اختلاف شتوالئ، د هغو له ډیرو مهمو مشکلاتو څخه  دئ. د فارس
خلیج د همکارۍ په شورا کی، د دغه اختلاف او څو ډلی والئ شتون له ورایه ښکاری. دیته په پام سره؛ چی عربی هیوادونو حتی د خپل  منځنیو لانجو او اړیکو د مدیریت کولو امکان نه دئ لرلئ، او د همکارۍ په شورا کی بندون ته رسیدلی دی، څرنګه غواړی چی عربی ناټو د دغې شورا په بنسټ جوړه کړی. البته امریکا؛ چی تل په سیمه کی د سلطې او نفوذ د پراختیا په حال کی ده، په زیاته اندازه هڅه کړې ده، ترڅو دغه پلان او طرح نتیجی ته ورسوی.
د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» تل؛ د برجام د اټمی موافقې په باره کی، چی د امریکی په شمول د ۵+۱ ډلې، او ایران ترمنځ لاسلیک شوه؛ مخالف دریځ غوره کړئ، او هغه یی د ډیری بدی موافقې په توګه وبلله. باالآخره نوموړی د ۲۰۱۸ م کال د مۍ په ۸ نیټه، له برجام څخه د امریکی په وتلو، او د ایران په خلاف د اټمی بندیزونو په یو ځلی بیا پلی کیدو ټینګار وکړ. ټرمپ؛ د امریکی په مشرۍ د امنیت شورا د چهار شنبی ورځی په غونډه کی، د ایران او برجام په هکله پخپله وروستۍ دریځنیونه کی، یو ځلې بیا؛ ایران د تاوتریخوالی او اله ګولی په صادرولو، له ټروریزم څخه په ملاتړ کولو او د اټمی وسلو د جوړولو لپاره د
پټ پروګرام په پرمخ بیولو تورن کړ. نوموړی ادعا وکړه؛ چی له برجام څخه د هغه د وتلو دلیل، دا ؤو چی ایران، له برجام څخه د ګټی په اخیستو سره، د خپلو سیمه ایزو سیاستونو لپاره، لازمی مالی سرچینی لاسته راوړې. ټرمپ؛ د دی خبری په کولو سره، چی د نوامبر له ۴ می نیټې څخه د ایران په اټمی فعالیتونو پوری مربوط، د امریکی ټول بندیزونه اجرایی کیږی، وویل: له هغه وروسته؛ امریکا لا زیات بایکاټونه پلی کوی. له هربل وخت څخه لا سخت بایکاټونه؛ ترڅو د ایران له یو لړ کړچارونو سره مقابله وکړای شی، هره ډله چی له دغو بایکاټونو سره ملګری نه وی، له ډیرو جدی پایلو سره به مخامخه شی.
ټرمپ؛ د امنیت شورا له ټولو غړیو وغوښتل، چی له امریکی سره همکاری وکړی، او د دی ضمانت ورکړی؛ چی ایران هیڅکله اټمی بم ته لاس ونه مومی. د ټرمپ د انتظار په خلاف؛ د امنیت شورا دائیمی او غیر دائیمی غړی، د برجام په وړاندی د امریکی د دریځ په خلاف دریځ نیونه کړې، او لږ او زیات هغوی ټول، د هغه تړون په توګه د برجام د ساتلو غوښتونکی شول؛ چی د نړیوال امنیت او سولې په خدمت کی دئ. دا د واشنګټن لپاره یوه ستره ماته ګڼله کیږی، چی د ټرمپ په حضور کی د امنیت شورا په غونډه کی؛ د دغې شورا غړی هیوادونه، چی د اروپائیانو په شان د هغوی یو شمیر، د امریکی له شریکانو څخه ګنل کیږی، او د چین او روسیی په شان د هغوی یو شمیر نور غړی، د واشنګټن رقیبان دی، ټولو د ټرمپ د ادعاؤو په خلاف یو واحد دریځ غوره کړ، او د هغه د غوښتنو په خلاف، د یوې نړیوالی موافقې په توګه د برجام د ساتنی غوښتونکی شی. د امنیت شورا د نورو څلورو دائیمی غړیو په شمول، د ملګرو ملتو د امنیت شورا زیاتره غړی، له برجام څخه د خپل غوڅ ملاتړ په اعلانولو سره، پدې غونډه کی د ټرمپ د غوښتنو د رښتنی کیدو په وړاندی خنډ شول.
د فرانسی ؤلس مشر« امانوئل ماکرون » په برجام د ایران ژمن پاتی کیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه: فرانسه؛ د برجام په هکله د امریکی له سیاست سره مخالف ده، او د اختلاف وړ موضوعګانو د هوارۍ لپاره هر ډول مذاکره باید، د دغې موافقې د وخت له تمامیدو وروسته بڼه ونیسی. حتی بریتانیی؛ چی د امریکی ستراتژیک ملګرې ده، د ټرمپ د انتظار په خلاف دریځ غوره کړ. د بریتانیی صدراعظمی« ټرزا می» هم، په برجام د ایران د ژمن پاتی کیدو په تائیدولو سره وویل:« موږ نه شو کولای هغه بین المللی چوکاټونه، چی زموږ امنیت پوره کوی، څنګته
پریږدو». لیکن؛ د ۴+۱ ډلې د ختیځ اړخ، یعنی د چین او روسیی   دریځ هم، له برجام څخه د بشپړ ملاتړ دریځ، او د ایران په ضد د امریکی د دباؤونو غندل ؤو. د روسیی خارجه وزیر« سرګئی لاوروف » په برجام د ایران پابندۍ ته په اشارې سره وویل: «روسیه، د برجام د ساتنی او د اجرا د دوام غوښتونکې ده، او د هغه له لاسه ورکول، د نړۍ د امنیت لپاره ستر خطر بولی.
د چین خارجه وزیر« وانګ هی » هم، د ملګرو ملتو له خوا د برجام تائیدیدو ته په اشارې سره، له ایران سره د تجارتی او اقتصادی اړیکو د پری کولو لپاره، د امریکی له خوا د دباؤ د نه اچولو غوښتنه وکړه.
په واقعیت کی د امنیت شورا غونډه، د امریکی د ګوښه توب او د د هغی د یو اړخیزو سیاستونو د ماتی یوه بله نښه وه. جوته ده هغه څه چی ټرمپ؛ پدغه غونډه کی د امنیت شورا د دائیمی او غیر دائیمی غړیو هیوادونو د مشرانو او مقامونو له خولی واوریدل، هغه څیز نه و، چی د هغه د اوریدو انتظار یی درلود، او شاید له همدې کبله وه، چی د هغې غونډې له پایته رسیدو وړاندی؛ چی په ځلونو یی په ډیر شوق سره د هغې په هکله خبری
کړی وې ووتل، او ریاست یی په ملګرو ملتو کی د امریکی استازی« نیکی هیلی » ته وسپاره. په واقعیت کی ټرمپ؛ د خپل نظر په خلاف، د رأیو او نظریو د اوریدو زغم نه لری، او همدغه مسئله، د هغه د استکباری او زور چلونکی خوی نښه ده.
http://parstoday.com/ps/radio/world-i76928
بچوې: ایکنا
captcha