IQNA

د ستنیدو د حق د لاریون په اتویشتمه نیټه ۳۷۹ فلسطینیان شهیدان او زخمي شول

22:06 - October 06, 2018
د خبر لمبر: 3481584
نړیواله ډله: د فلسطین د روغتیا وزارت بیګا په غزې تړانګه کښې د ستندو د حق د ستر لاریون په اتویشتمه جمعه د دریو فلسطینیانو د شهادت او د ۳۷۶ د زخمي کیدو خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په زخمیانو کښې لس ښځې او دیرش تنه ماشومان دي.
د اوو زخمیانو حالت هم بد رپورټ شوی دی.
د ویلو ده چې په غزې تړانګه کښې د (ځمکې د ورځې) په مناسبت د فلسطینیانو د ستنیدو د حق صلحه ایز لاریون د روان کال له مارچ میاشتې پیل شوی چې لاهم جاري دی. په دې موده کښې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله کابو ۲۰۰ فلسطیني لاریونوال شهیدان شوي او له یویشتو زرو زیات نور زخمي شوي دي.
 http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i77045

captcha