IQNA

ټرمپ شاه سلمان ته: زه جدي يم، بايد نور ميليارډونه ميليارډونه ډالر راکړې

22:08 - October 06, 2018
د خبر لمبر: 3481585
نړیواله ډله: د امریکې ولسمشر په منيسوتا ايالت کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د ملک سلمان يادونه وکړه او له هغه يې وغوښتل، چې امریکا ته بايد نور مال هم ورکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، نن ټکی اسیا خبري سایټ لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په دريم ځل د عربستان له پاچا سره د ټيليفوني اړيکې په اړه يادونه کړې او زياتوي  چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ته يې ويلي، چې د امريکايي پوځيانو د خدمت او دفاع په بدل کې بايد امریکا ته نور ميلياردونه ميلياردونه ډالر هم ورکړي.ټرمپ په منيسوتا ايالت کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د ملک سلمان يادونه وکړه او له هغه يې وغوښتل، چې امریکا ته بايد نور مال هم ورکړي.
امريکايي ولسمشر د خپلو پلويانو غونډې ته وويل: «موږ د شتمنو هېوادونو دفاع ا و ساتنه کوو، دوی موږ ته زموږ حق نه راکوي، څه چې راکوي ډېر لږ دي. موږ له دغو هېوادونو سره ښې اړيکې لرو، خو تاسو د سعودي مثال واخلئ. تاسو دا منئ چې دوی ډېر مال لري؟ موږ د دغو مالونو ساتنه کوو، خو دوی يې موږ ته په مقابل کې ډېر لږ څه راکوي.»
ټرمپ وايي، چې ملک سلمان ته يې په جدي توګه وويلې، چې ډېرې پيسې لرې، خو زموږ د پوځيانو د خدمت او دفاع په مقابل کې ډېر لږ څه راکوې او بايد دا زيات کړې.
ټرمپ زياته کړه:«ما ښاغلي سلمان ته وويل: اې پاچا زه درنه مال غواړم. هغه راته وويل، چې ته جدي يې؟ ماورته وويل، چې هو بيخي جدي يم. موږ دلته د ميلياردونو ميلياردونو ډالرو خبره کوو، د لږو نه.»
ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې هم دوه ځله په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې د سعودي پاچا ته يې ويلي، چې د خپلې الوتکې ساتنه هم نه شي کولی او که امريکا ورسره نه وي، ملک سلمان به خپل نظام دوه اونۍ هم ونشي ساتلی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i77037
captcha