د افغان غږ خبري اژانس د راپور له مخې دغه سرچینې په تهران کې د دوي خبریال ته ویلې چې کریم خلیلي به د راتلونکي خالي په ورځ د لړم په دولسمه د سولې د عالي شورا د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته راشي.
د دغه سرچینې په وینا دا سفر د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف په بلنه ترسره کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د زمینه برابرولو لپاره دنړۍ او سیمې دمختلفو هیوادونو له هڅو وروسته د ایران خارجه وزیر ویلې وو چې که افغانستان وغواړي دغه هیواد به له هیڅ کوششه چې د افغانستان د دولت او د ټولو ډلو تر مینځ تفاهم راولي ، ډډه ونه کړي.